له ۲۰۱۴ کال تر اوسه۵۰ زره کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی
۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبهد کډوالۍ نړیوال سازمان « ای او ام» له ۲۰۱۴ کاله څخه تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ په لارو د ۵۰ زره کډوالو د مرګ پېښې ثبت کړې دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان په ۲۰۱۴ کې د کډوالۍ په لارو د کډوالو د مرګ پېښو ثبت شروع کړ.
د کډوالۍ برخې څيړونکي په دې باور دي، چې د کډوالۍ په لارو ممکن د کډوالو مړینه له دې هم ډيره وي، ځکه چې احتمالآ ټولې قضیې نه دي ثبت شوي.
اړوند مطلب: اروپايي مشران د کډوالۍ او امنيت په اړه بحث کوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان د رپوټ له مخې چې د چهارشنبې په ورځ په برلین کې خپور شو، د کډوالو اصلي هېوادونو، ترانزیټي هېوادونو او هدف ته د کډوالو رسیدونکو هېواذونو د کډوالۍ د کنټرول لپاره لږ کار کړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان « ای او ام» د شميرو له مخې د دغو کډوالو نیمایي یې د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د رسیدو په لاره کې مړه شوې دي.
د دغه رپوټ له مخې اروپا ته د رسیدو لپاره تر ټولو خطرناکه لاره د مدیترانې سمندر له لارې تیريږي، چې په دې مسير کې د ۲۰۱۴ کال راهیسې تر اوسه څه کم ۲۵ زره ۱۰۴ د مرګ قضیې رپوټ شوې دي.
اړوند مطلب: د ایټالیا ساحلي ساتونکو په مدیترانه کې سلګونه کډوال ژغورلي
د دغو ۵۰ زره کډوالو چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، تر اوسه یې په سلو کې د ۶۰ سلنه هویت نه دی په ډاګه شوی.
یوازې د امریکا محتده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ په لاره د ۲۰۱۴ کال څخه تر اوسه ۴۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغو کډوالو له ډلې چې ورک شوې دي او هویت یې معلوم شوی، شاوخوا ۹۰۰۰ کسان یې د افریقا، ۵۶۰۰ یې د اسیا او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان یې د مرکزي او جنوبي امریکا څخه دي.
د هغو کډوالو له منځه چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی او هویت یې معلوم شوی، ډېر یې له افغانستان څخه وو، چې شمېر یې ۱۷۹۵ کسانو ته رسیږي. له دې وروسته د میانمار ۱۴۶۷ کسان او د سوریې له ۱۱۱۸ څخه د ډېرو پېښو په لرلو سره ډېر کډوال مړه شوې دي.