1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند او هرات کې د ماین چاودونو ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبه

په هلمند او هرات ولایتونو کې دوه مسافر وړونکي موټر د سړک د غاړې پر ماین ورختلي چې په پایله کې یې ۷ تنه وژل شوي او نور ۲۰ تنه ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي د دغو ماینونو د ځای پر ځای کولو پړه پر طالبانو وراچوي.

https://p.dw.com/p/3jjUj
Afghanistan Helmand Friedensaktivisten Hungerstreik
آرشيفانځور: DW/M. Mohammadi

د افغانستان د دفاع وزارت نن شنبې ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر لسمه) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی موټر د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماین باندې ورختلی، چې د ښځو او ماشومانو په شمول پکې پنځه غیر نظامیان وژل شوي او نهه تنه ټپیان شوي دي.

د هلمند ځایي چارواکي د دغې پيښې په تائیدولو سره وایي چې دغه مسافر وړونکی موټر د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې د سړک غاړې پر ماین ورختلی دی. د ځایي چارواکو په وینا ټپیان د دغه ولایت مرکزي روغتون ته انتقادل شوي دي. د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې دغه مسافر وړونکی بس، د دولتي ځواکونو د «دي سي» توپ هدف ګرځیدلی دی، خو ځایي چارواکو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده. پر دې سربیره د هرات ځایي چارواکو هم خبره ورکړی دی چې په دغه ولایت کې یو مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی دی.

د هرات د ځایي چارواکو په وینا په دغه پيښه کې دوه تنه وژل شوي او نور ۱۱ ټپیان دي.

دغه پيښه تیره شپه د کابل – هرات، پر لویه لاره د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو ته څیرمه رامنځه ته شوې ده. په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې خبرې اترې کیږي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي لړۍ زور اخیستي او په زیاته بیا د سړک غاړې چاودنو په ترڅ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ش ۱ / ص.ا