1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران، چین او روسیې ګډي سمندري مانورې پيل شوې

۱۴۰۰ بهمن ۱, جمعه

ایران، چین او روسیې د جمعې په ورځ د هند په سمندر کې خپلې ګډې مانورې پيل کړي دي. دغه تمرینونه به درې ورځې دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/45s7c
Iranisches Marineschiff Makran
انځور: Royal Danish/AP Photo/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ تهران اعلان کړی دی چې په دغو مانورو کې د ایران د سمندري ځواکونو یولس او درې د سپاه پاسداران واحدونه ګډون لري. همدارنګه په دغو مانورو کې د روسيې د سمندري ځواکونو درې او دوه د چین د سمندري ځواکونو واحدونه هم ګډون لري.

دغه مانورې په ۱۷ زره کیلومتره مربع پراخه ساحه کې ترسره کیږي. د ۲۰۱۹م کال په پای کې هم دغو درو هیوادونو په عمان خلیج او هند اوقیانوس کې ګډ پوځي سمندري تمرینونه وکړل.

دویم ایډمیرال مصطفی تاج الدیني چې د دغو مانورو یو ویاند هم دی د مشرق خبري آژانس ته ویلي دي چې دا دریمي ګډي مانورې دي چې د چین، ایران او روسیې هیوادونو په موجودیت کې ترسره کیږي او په راتلونکي کې به هم دوام پيدا کړي. نوموړي پوځي قوماندان د دغو نظامي مانورو پيغام «سوله او دوستي» اعلان کړې ده.

د ایران، چین او روسیې ګډې مانورې په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دا مهال د روسیې په دوره تللی دی. په عین وخت کې د آلمان، بریتانيا او فرانسې هیوادونو ترڅنګ چین او روسیه اټومي موافقې ته د بیرته ستنیدو په خاطر په وین کې له ایران سره په خبرو اترو بوخت دي.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز