1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينایران

ایران د نجونو په ښوونځیو کې د نارينه ښوونکو تدریس منع کړ

۱۴۰۱ تیر ۵, یکشنبه

د ایران د پوهنې وزارت د ثانوي زده کړو مرستیال اعلان کړی دی چې نارينه ښوونکي د نجونو په ټولو ښوونځیو کې د تدریس اجازه نه لري. په دې بندیز کې د ځانګړو استعدادونو د ښوونځیو تر څنګ ټول دولتي او غیر دولتي ښوونځي شامل دي.

https://p.dw.com/p/4DFph
Schule im Iran
انځور: shahed-shahidrajaei.ir

د ایران د پوهنې وزارت د ثانوي زده کړو مرستیال محمد مهدي کاظمي د شنبې (د جون میاشتې په ۲۵ نیټه) په ورځ وویل چې د پوهنې وزارت د روان کال د مې میاشتې په ۲۸مه نیټه یو دستورالعمل (د قوانینو د عملي کولو کړنلاره) اعلان کړې، چې د نجونو د متوسطې او لیسې دورې په ټولو ښوونځیو کې د نارينه ښوونکو له خوا تدریس منع کوي.

د پوهنې وزارت د دغه لوړپوړي چارواکي په وینا، اعلان شوی دستورالعمل، د ښوونځیو په هکله د هغه قانون د دریمې مادې په استناد جوړ شوی دی چې تیر کال تصویب شوی و.

کاظمي استدلال کړی دی «ښوونځي د جنسیت په نه پام کې نیولو سره رامنځته کیږي او د زده کوونکو او کارمندانو د جنسیت ورته والی الزامي دی.»

د ایران د پوهنې وزارت د ثانوي زده کړو مرستیال خبر ورکړ چې په دې هکله یې ولایتونو ته د ښوونې او روزنې دستور العمل ابلاغ کړی دی. نوموړي ټینګار وکړ چې دا دستورالعمل بی له استثنا د ټولو دولتي او غیر دولتي ښوونځیو په برخه کې صدق کوي.

د پوهنې وزارت دغه چارواکي همدارنګه ټينګار وکړ چې د ښوونځي مدیر، د سیمې د پوهنې رئیس او عمومي اداره به د دې موضوع د څارنې مسئولیت ولري.

کاظمي هغه خبر رد کړ چې ګوندې د ځانګړو استعدادونو په ښوونځیو کې د نارينه ښوونکو له خوا تدریس له دې قانون څخه مستثنا دی. مخکې تر دې هم په یو شمیر ټولنیزو رسنیو کې د دې خبر یادونه شوې وه.

تر اوسه پورې رسنیو د نجونو په متوسطه او لیسې دورې ښوونځیو کې د نارينه ښوونکو د تدریس د ممنوعیت په هکله د ایران حکومت د دې پریکړې په اړه خاموشي اختیار کړې ده.

د ایران د پوهنې وزارت د ثانوي زده کړو مرستیال هڅه کړې چې له قانوني پلوه د دې ممنوعیت د اعلانولو په اړه توضیحات ورکړي.

«جنسیتي تفکیک» یا جنسیتي توپیر د ایرانیانو له پاره کومه نوې کلیمه نه ده او په وار وار په مختلفو مواردو کې له ښوونځي څخه نیولې بیا تر پوهنتونونو، له ټکسې نیولې تر پارکونو، له ادارو نیولې بیا تر روغتونونو پورې په تیرو څلورو لسیزو کې، د کله راهیسې نه چې د ایران اسلامي جمهوریت تاسیس شوی دی، د دولتي مشرانو له خولې اوریدل شوې ده.

د ابراهیم رئیسي واک ته تر رسیدو او په ایران کې د قدرت تر استحکام وروسته په ایران کې په مخ پر زیاتیدونکي ډول پر ښځو او نجونو فشار ډیر شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح