1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې د نیول کیدو ویره؛ افغان ناروغان روغتونو ته نه ځي

شمس الرحمن ناصر | کاتولیک خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲, چهارشنبه

د رپوټونو پر بنسټ ډیری افغان ناروغان د پولیسو له خوا د نیول کیدو له ویرې د پاکستان روغتونونو ته مراجعه نه کوي. د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د دغو رپوټونو په حواله جدي انديښنه ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/510gW
Pakistan Islamabad Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: SOHAIL SHAHZAD/EPA-EFE

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هغو رپوټونو اندیښمن کړی دی چې ښيي ډیری ناروغه افغان مهاجر له دې ویرې چې د پولیسو له خوا ونه نیول شي، روغتونونو ته مراجعه نه کوي.

رپوټونه همدارنګه وایي چې یو شمیر روغتونونه د هغو ناروغانو له منلو څخه انکار کوي چې د اعتبار وړ د پاکستان ویزه نه لري.

نوموړي کمیسیون په خپله «ایکس» پاڼه کې د یوه مطلب په خپرولو سره لیکلي دي چې یو شمیر انديښمنوونکي رپوټونه ښیې چې ځینې امیدواره ښځې چې بیړنیو روغتیايي مراقبتونو ته اړتیا لري، له ویرې د مرستې غوښتنه نه کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون دغه اقدامات نه یوازې د انساني کرامت تر پښو لاندې کول بللي، بلکې ټینګار یې کړی دی چې دا د پاکستان د اساسي قانون او نړیوالو بشري حقونو له ژمنو سره په ټکر کې دي.

نوموړي کمیسیون زیاته کړې ده چې دا ډول انديښنه په ځانګړي توګه په دې دلیل هم د پام وړ ده چې افغان ښځې او نجونې خپل هیواد ته د ستنیدو په صورت کې «له هغه جنسي آپارتاید له کبله چې په دغه هیواد کې پلې کیږي»، له خطر سره مخامخ دي.

د افغانانو د اخراج لړۍ ادامه لري

پاکستان د تیرو دوو کلونو راهیسې هڅه کوي چې شاوخوا ۴ میلیونه افغانان له دغه هیواده بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي. د کډوالو له پاره د ملکرو ملتونو سازمان عالي کمیسارۍ د تیرې میاشتې په لومړیو کې خبرداری ورکړ چې دغه ګړندی شوی بهیر، کیدلی شي حفاظت ته اړ کسان له خطر سره مخامخ کړي.

د کډوالو له پاره د ملکرو ملتونو سازمان عالي کمیسارۍ ویاند بابر بلوچ په ژنیف کې ویلي وو چې په دې وروستیو ورځو کې له پاکستان څخه د «بې اسناده بهرنیانو د بیرته ستنولو پروګرام» په چوکاټ کې د ټول هیواد په کچه افغانان نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمیسارۍ د معلوماتو له مخې په هره اندازه ډیر کډوال چې ستنیږي افغانستان له لا زیات اقتصادي او ټولنیز فشار سره مخامخ کوي او په دغه هیواد کې روان بشري کړکیچ په مخ پر ډیریدونکي ډول زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ زیاته کړې ده چې دا کار افغانستان او همدارنګه سیمه لا زیاته بې ثباته کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ د روان میلادي کال له پیل څخه د اګست میاشتې تر لومړیو پورې ۲،۱ میلیونه افغان مهاجر له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه خپل ټاټوبي ته ستانه شوي او یا هم اخراج شوي دي. له دې ډلې ۳۵۲ زره مهاجر له پاکستان څخه ستانه شوي دي.

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیسارۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې هغه افغانان دې نه اخراجوي کوم چې له خطر سره مخامخ دي، ناروغه مهاجر، محصلین او هغه کسان چې د سیمې له خلکو سره یې ودونه کړي دي او دوی ته دې په قانوني ډول په دغه هیواد کې د پاتې کیدو اجازه ورکړي.

له پاکستانه د افغانانو اخراج لا هم دوام لري

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب