1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهونزویلا

مادورو به د مخدره توکو د ترهګرۍ په تور محکمې ته وړاندې شي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ دی ۱۵, دوشنبه

د وینزويلا له واکه ګوښه کړل شوی ولسمشر نکولاس مادورو، به نن دوشنبه په لومړي ځل محکمې ته حاضر شي. بل لوري ته ولسمشر ترمپ، ګواښ کړی دی چې که چېرې ورسره د وينزويلا حکومت همکاري ونه کړي نو امريکا بل پوځي بريد ته هم چمتو ده.

https://p.dw.com/p/56LQU
افسران د نيکولاس مادورو تر نيول کیدو وروسته په بروکلین کې د زندان مخې ته پيره کوي.
مادورو د بروکلين په يوه زندان کې ساتل کيږي. انځور: Eduardo Munoz/REUTERS

امريکا متحده ایالاتو د وينزويلا له واکه پر ګوښه شوي مشر نکولاس مادورو، د «نارکو يا نشه يي توکو د ترهګرۍ» تورونه لګولي دي. د ولسمشر دونالد ترمپ، ادارې د همدې تورونه پر بنسټ نوموړی نیولی او نيویارک ته انتقال کړی دی.

مادورو او د هغه میرمن به د امريکا په وخت د دولسو بجو په شا او خوا کې د قاضي مخې ته د لنډو خو اړينو قانوني چارو د بشپړيدو په موخه وړاندې شي. امکان لري په امريکا کې د نوموړي د دوسیې د څيړنې دا قانوني جګړه ډېره اوږده وي.

اړونده موضوع: ټرمپ په وینزویلا کې CIA ته د عملیاتو اجازه ورکړه

نوموړی به د بروکلين له زندان څخه د منهېتن محکمې ته چې ور څېرمه پروت دی، يوړل شي. ولسمشر ترمپ، ته هم په ۲۰۲۴م کال کې په همدې محکمې کې په کاروبار کې د جعل کارۍ په تور سزا اورول شوې وه. 

د مادورو وکيلان انتظار لري چې هغوی به د نوموړي د نيول کيدو قانوني حیثيت هم وننګوياو دا دلایل به وړاندې کوي چې د يوه ولسمشر په توګه هغه له استثنی برخمن دی. 

د پاناما پوځي مشر مانويل نوريګا، هم په ۱۹۹۰ کا کې د امريکا د پوځ تر بريد وروسته د نيول کيدو په پایله کې همدا دفاع خپله کړې وه خو هغه پکې بريالی شوی نه وو. امريکا مادورو ته د وينزويلا د مشروع مشر په سترګه نه ګوري، په ځانګړي توګه د ۲۰۲۴م کال له ريفرنډم يا ټول پوښتنې راهېسې. د دغه ټاکنو وروسته له زور زياتيو ډکې مظاهرې ترسره شوې وې او په دغو ټاکنې کې یې درغلۍ تورونه لګول شوي ول. اروپايي ټولنې هم د دغو ټاکنو نتايج نه ونه منلي او مادورو یې د وينزويلا د مشروع ولسمشر په توګه په رسميت نه وو پيژندلی.

مادورو له ۱۲ کلونو څخه هم د زياتې مودې راهېسې پر وينزويلا حکومت کاوه او د ژورو اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو د رامنځته کيدو علت ګڼل کيده. نوموړي له هغه فشار په مقابل کې مقاومت وکړ چې په هېواد کې د سياسي بدلون په موخه په داخل کې د مخالفينو او دباندنیو حکومتونو له لوري پرې اچول کیده.

اړونده موضوع: امریکا د نیکلاس مادورو د نیول کیدو جایزه ۵۰ میلیونه ډالرو ته پورته کړه

بل لوري ته د وینزويلا نوې د موقت دورې ولسمشرې ديلسي روډريګز، د پرځول شوي ولسمشر مادورو د بيرته ستنولو غوښتنه کړې ده. د يکشنبې په ماښام نوموړې د ټولنیزو رسنیو له لارې نسبتاً سوله ایزه لهجه غوره کړې وه او له ترمپ، سره یې د همکارۍ او له امريکا سره پر درناوي د ولاړو اړيکو بلنه ورکړې وه.

ولسمشر دونالد ترمپ، خبريالانو ته وويل چې که چېرې د وينزويلا حکومت د هغه له پلان سره همکاري ونه کړي نو امريکا دويمې پوځي حملې ته هم چمتو ده.

د نيول کيدو د مخه د وينزويلا ګوښه کړل شوي ولسمشر مادورو او د هغه پلویانو ادعا کوله چې امريکا غواړي د وينزويلا پر تیلو او طبيعي زیرمو باندې قبضه وکړي. امريکا د شنبې په ورځ د پوځي عملياتو په ترڅ کې لانجمن ولسمشر مادرونو او د هغه میرمن په خپل کور چې په يوه پوځي اډه کې پروت وو، ونيول.

ترمپ، ويلی دي چې امريکا په موقت ډول د وينزويلا چارې «پر مخ يوسي»، خو د بهرنیو چارو وزير مارک روبيو، د يکشنبې په ورځ وويل چې حکومت نه خو د «تيلو سیسټم به په لاس کې واخلي.»

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber