د پاریس له لوور موزيم څخه یو شمیر اثار غلا شوي
۱۴۰۴ مهر ۲۷, یکشنبه
د فرانسې په لوور موزیم کې د داسې ګاڼو د غلا راپور ورکړل شوی چې د فرانسې د کلتور د وزارت لخوا «د نه اټکل کلتوري او تاریخي ارزښت» لرونکي تاریخي توکي بلل شوي دي. د راپور له مخې غله د شنبې (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۹مه) په سهار د کړکۍ له لارې موزیم ته داخل شوي ول.
د فرانسې د کورنیو چارو او کلتور وزارتونو د څرګندونو له مخې، هغه کسان چې د پاریس په لوور موزیم یې برید کړی، داسې ګاڼې یې لوټلې دي چې له خپل مالي ارزښت څخه ډېر، «نهارزول کېدونکی فرهنګي او تاریخي ارزښت» لري. وزارتونو ویلي، غله شاوخوا د سهار ۹:۳۰ بجې د کړکۍ د ماتوولو له لارې موزیم ته ننوتل. دننه یې له ښیښو الماریو څخه ګاڼې غلا کړې او بیا د دوو موټرسايکلونو په مرسته تښتېدلي دي.
آلمان کې د انسانانو ۳۰۰ زره کاله پخوانۍ د پښو د پل نښې وموندل شوې
د پيښې وروسته خبري آژانسونو خبر ورکړ چې موزيم ته نژدې يو غلا شوی توکی موندل شوی دی.
د غلا د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي او د غلا شويو توکو کره لست جوړېږي. د امنیتي دلایلو له مخې او د شواهدو د ساتنې لپاره موزیم تړل شوی دی. په ورته وخت کې د موزیم د لیدونکو ایستل بېله اخلال څخه ترسره شول. نه لیدونکو ته زیان رسېدلی او نه د موزیم کارکوونکو یا د امنیتي ځواکونو غړو ته کوم زیان اوښتی. چارواکو ویلي چې د غلا شوو توکو د موندلو لپاره ټول ممکن اقدامات ترسره کېږي.
د فرانسې د کلتور وزیرې راشیده داتي او د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز چې تر څو ورځو مخکې د پاریس د پولیسو مشر و، د پېښې د څېړونکو سره یو ځای په موزیم کې حاضري ورکړې ده.