ملګري ملتونه: د عمران خان د بند وضعیت د تشدد معادل دی
۱۴۰۴ آذر ۲۲, شنبه
د ملګرو ملتونو سازمان یوه ځانګړي استازي ویلي دي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تنهایې بند یا یوازې خونه کې ساتل کیدو ته دې د پای ټکې کیښودل شي.
له تشدد سره د مبارزې په برخه کې د نړیوال سازمان ځانګړي استازي ایلیس چل ایډورډز، وویل چې نوموړی د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د غیر انساني او ناوړه چلند په باب خبرونو په هکله دې په بیړه او اغیزمن اقدام وکړي.
اړوند مطالب: په يو شمیر قضيو کې د عمران خان د ضمانت منظورېدل؛ آیا هغه به آزاد شي؟
ایډوارډز په یوه وینا کې وویل: «د عمران خان د بند شرایط دې په بشپړ ډول د نړیوالو اصولو او معیار مطابق تضمین کړای شي.»
د ملګرو ملتونو سازمان د دغه ځانګړي استازي په حواله «د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۲۶ نیټه د راولپنډۍ آډیاله محبس ته له انتقالیدو وروسته راهیسې عمران خان په ښکاره ډول د اوږدې مودې را په دیخوا په انزوا کې ساتل شوی دی. هره ورځ ۲۳ ساعته په کوچنۍ خونه کې ساتل شوی او بهر نړۍ ته یې لاس رسی ډیر محدود دی.»
نوموړي زیاته کړه چې د ۷۳ کلن عمران خان بندخونه په پرله پسې ډول د کامرې په وسیله څارل کیږي.
ایډورډز وویل چې د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې اوږدمهاله یا د نامعلومې مودې پورې په تنهایې کې ساتل منع دی او که دا حالت تر ۱۵ ورځو پورې همداسې دوام وکړي، نو دا د رواني تشدد پر یوې بڼې اوړي.
نوموړي خبرداری ورکړ، چې دا نه یوازې یو غیر قانوني اقدام دی، بلکې اوږدمهاله یوازیتوب د هغه د جسمي او رواني روغتیا له پاره خورا زیان اړونکې پایلې لرلی شي.
د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند د بنسټ ايښودونکي عمران خان ملاتړي وایي چې هغه ته له مدافع وکیلانو او کورنۍ له غړو سره د ملاقات کولو اجازه نه ورکول کیږي.
د دوی په وینا په ځانګړي توګه د ټولنیزو رسنیو له هغه پوست څخه وروسته چې نوموړي د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر په غچ اخیستونکو اقداماتو تورن کړ.