د پرتګال پلازمينه ليزبون ښار په انځورونو کې
انځوريز رپوټ: ۲۶۵ کاله مخکې په همدې ورځ (د ۱۷۵۵ کال د نومبر لومړۍ)، د پرتګال پلازمینه لیزبون ښار يوې درنې زلزلې وران کړ او په زرونو کسان په کې مړه شول. په دغه ښار کې اوس هم د هغه وخت د ورانيو نښې شته. انځورونه وګورئ.
د کارمو د راهبانو هستوګنځای
د ليزبون ښار مشهوره زلزله د ۱۷۵۵ کال د نوامبر مياشتې په لومړۍ نيټه چې د شنبې ورځ وه، د سهار په شاوخوا ۹ بجو او ۴۰ دقیقو وشوه. زلزلې د لیزبون ښار سخت ويجاړ کړ او په زرونو کسان يې مړه کړل. د «کارمو د راهبانو هستوګنځای» (Carmo Convent) د هغې زلزلې د ويجاړو شوو ځايونو يوه نښه ده چې نن هم په لیزبون ښار کې شته او خلک يې سيل ته ورځي.
د اجودا ماڼۍ Palace of Ajuda)
د اجودا ماڼۍ يا قصر د لیزبون ښار په مرکز کې موقعیت لري. دغه قصر هم د ۱۷۵۵ کال زلزلې کې تخريب شو چې بیا وروسته بيرته ورغول شو. د ساختمان په مخ کې د کارلوس پاچا د يادښت ودانۍ او مجسمه هم شته. کارلوس د ۱۸۸۹ او ۱۹۰۸ د پرتګال پاچا وو.
د اپريل ۲۵مې پل
د اپريل پنځه ويشتمې پل ته ځينې وخت سور پل هم وايي. مجموعي اوږدوالی يې ۲ اعشاريه ۲۷۷ کيلومتر دی. دغه پل د تاګوس سيند په سر رغول شوی چې د لیزبون ښار شمال لور د سويل لور پراګال (Pragal) سره نښلوي. د دغه پله نه لويديځ پر لور د سیند غاړه د ليزبون ښار تر ټولو ښايسته تفريحي سيمه ده چې په اوږدو کې يې څو سیاحتي ځایونه پراته دي. لکه: د اکتشافاتو د يادښت ودانۍ، مات او د بلم برج.
د اکتشافاتو د يادښت ودانۍ
د ليزبون ښار د مهمو ځايونو څخه يو هم د اکتشافاتو د يادښت ودانۍ ده چې د تاګوس سیند پر غاړه موقعيت لري. دغه ودانۍ د هغو پرتګالي کښتۍ چلونکو په درناوي جوړه شوې چې په پنځلسمه او شپاړسمه پيړۍ کې يې له اروپا څخه هندوستان او سيمې ته د سمندر له لارې سوداګريز سفرونه کول. د هغوی مجسمې هم په دغه ساختمان کې وښکل شوي دي. دغه ودانۍ (Monument of the Discoveries) په ۱۹۵۸ کال کې پرانستل شوه.
مات (MAAT)
مات د «هنر، معمارۍ او تکنالوژۍ موزيم» The Museum of Art, Architecture and Technology مخفف دی. د ليزبون ښار دغه په عصري ډيزاين جوړه شوې ودانۍ، په ۲۰۱۶م کال کې پرانیستل شوه. نقشه يې بريتانوۍ انجنيرې (آمندا ليوت) جوړه کړې ده. مات هم د تاګوس سيند پر غاړه رغول شوې او نن ورځ د لیزبون ښار له مشهورو سيمو څخه ګڼل کیږي.
د بلم برج
د بلم برج د شپاړلسمې پيړۍ په دوهمه لسيزه کې رغول شوی دی. د دغه برج په معمارۍ او په ځانګړې توګه د هغه د مورچلو ساختمان، د پرتګال د هغه وخت معماري شهکار بيانوي. که تاسو لیزبون ته په سیاحت ځئ نو انترنيت به په لومړي سر کې د بلم برج ليدل تاسو ته مخته کړي.
د ګم نامه سرتيرو د يادښت څله
دغه څله د بلم برج په څو سوه مترۍ کې واقع ده. دغه څلی د وژل شوو ګمنامه پرتګالي سرتيرو په ياد جوړ شوی دی. د منار يا څلي درو خواوو ته مثلثي تيږې درول شوي چې په هغو کې د وژل شوو سرتيرو نومونه حک کړل شوي دي.
د واسکو دا ګاما پل
د ليزبون ښار بل مشهور پل، واسکو داګاما دی چې د ښار ختيځ لور ته واقع دی. دغه پل په مجموعي توګه ۱۲ اعشاريه ۳ کيلومتره اوږدوالی لري چې د تاګوس سيند په سر رغول شوی دی. واسکو دا ګاما د اروپايي ټولنې په غړو هیوادونو کې تر ټولو اوږد او په ټوله اروپا کې دوهم تر ټولو اوږد پل دی. واسکو دا ګاما د هغه پرتګالي کښتۍ چلونکي نوم دی چې له اروپا څخه يې هندوستان ته سمندري لار کشف کړه.
د سوداګرۍ میدان (Commerce Square)
د سوداګرۍ ميدان، د تاګوس سیند پر غاړه موقعيت لري او د دغه ښار يو تر ټولو لوی میدان ګڼل کيږي. په دغه انځور کې د میدان شمال لور د بريا تاق په ډيزاين لویه دروازه ليدل کيږي چې په امتداد يې د ښار مرکز پر لور يو کوڅه پرته ده. دغه کوڅه هم د لیزبون ښار له مهمو کوڅو څخه ګڼل کيږي چې دواړو خواو ته مغازې او کافيانې دي.
ګلابي کوڅه
پينک ستريت يا ګلابي کوڅه هم د لیزبون ښار له مشهور ځایونو څخه ده چې سيلانيان ورسره ډېره علاقه لري. دغه کوڅه چې په کې دوکانونه او کافي شاپونه هم شته، تر ډيره په شپه کې ښايسته ښکاري.
پاستيل دې ناتا
د پرتګال «پاستيل دې ناتا» په نوم کلچې له خورا شهرت څخه برخمنې دي. په ځانکړې توګه د سيلانيانو له پاره د دغو کلچو خوړل ډير جالبه دي. دا ډيرې خوندورې هم دي. په ترکيبي اجزاو کې يې د خوږې او اوړو تر څنګ هګۍ هم کارول کيږي.
روسيو (Rossio)
روسيو د ليزبون ښار په مرکز کې يو بل میدان دی. دغه میدان په اصل کې د پرتګالي پاچا څلورم پيدرو په نوم دی خو روسيو هم ورته وايي. د دغه ميدان شمال او سويل کې د اوبو فوارې دي او په منځ کې يې يو منار دی چې په سر کې يې د څلورم پدرو پاچا مجسمه ده. دغه میدان د لیزبون ښار سیاحتي ځای ياديږي.
د ليزبون ټرامونه
د ليزبون ښار ټرامونه يا کوچني ښاري اورګاډي هم ډير شهرت لري. سيلانيان هرومرو په دغو زيړو ټرامونو کې سپريږي او ورسره انځورونه اخلي. تر ټولو مشهور يې ۲۸ نمبر ټرام دی. د لیزبون ښار هغه کوڅې چې مخ پر لوړه دي، د ټرامونو دننه سالون يا څوکۍ يې په صفر درجه هوارې جوړې شوي تر څو په کې ناست کسان آرام احساس ولري.
د پینا ماڼۍ
که څه هم د پينا قصر په ليزبون ښار کې نه بلکې ليزبون ته نژدې په سينترا ښار کې واقع دی خو د اهمیت له پاره بيا د لیزبون ښار په مهمو سیاحتي ځایونو کې شامل کيږي. د پينا قصر د نولسمې پيړۍ په نیمايي کې پر يوه لوړه تيپه رغول شوی دی. دا د يونسکو د ميراثونو په ډله کې هم شامل دی او د پرتګال د اوو عجايبو څخه يو دی.
د اروپا تر ټولو وروستۍ نقطه
پرتګال د اروپا په لويديځ کې د آرام سمندر په غاړه پروت دی. په انځور کې د «کابو دا روکا» سيمه ليدل کيږي چې د اروپا تر ټولو لويديځه سیمه ده. په همدې دليل دغه ځای خاص شهرت لري او د سيلانیانو له پاره د ليدو يو مقصد ګڼل کيږي. کابو دا روکا د سمندر له سطحې شاوخوا ۱۴۰ متره ارتفاع لري او د ليزبون ښار لويديځ ته پروت دی. ترتيب کونکی: محمد کریم صالح/ م.ن.ص.