1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «دُردانې» په نوم د ښځينه ليکوالو لومړۍ مجله

بريښنا صابر
۱۴۰۱ خرداد ۱۲, پنجشنبه

په خيبر پښتونخوا کې فعالې يوې ټولنې ويلي دي چې په شخصي لګښت یې د «دُردانې» په نوم د ښځينه ليکوالانو لومړۍ مجلې خپره کړې ده. یاده ټولنه له څه مودې راهيسې فعاليت کوي او د پښتو ښځينه شاعرانو او ليکوالانو غونډې ترتیبوي.

https://p.dw.com/p/4CCpm
Pakistan Dordany
انځور: Kulsoom Zeb

په خيبر پښتونخوا کې د «خوېندې ادبي لښکر خال» ټولنې مشرې او ټولنیزې فعالې کلثوم زيب وويل وياړي چې په دې توانيدلي چې د پښتو ژبې د لومړۍ داسې مجلې دويمه ګڼه یې چاپ کړې ده چې يوازې د پښتو ژبې د ښځينه ليکوالانو ليکنې او شعرونه پکې خپريږي.

نوموړې وويل چې په دې مجله کې نه یوازې د پخوانيو ښځينه ليکوالو ليکنې شاملې کړل شوي، بلکې د نن ورځې د پښتو ادب ښځينه ليکوالو ته هم پکې ځای ورکړل شوی دی. هغې وويل: «هڅه شوې ده په دې مجله کې د هغو پښتنو ښځينه ليکوالانو ليکنې او شاعرۍ ته ځای ورکړل شي چې ډېرې راڅرګندې شوي نه دي او ليکنې یې د خلکو له سترګو پټې پاته دي.» نوموړې وويل چې همدا راز د اوسنیو شاعرانو او ليکوالانو شعرونه، افسانې او ترجمې هم په دې مجله کې ځای لري.«

کلثوم زياتوي چې په دې رساله کې يوازې او يوازې د ښځينه ليکوالانو او شاعرانو نثرونه او ليکنې او شعرونه خپريږي او هیڅ نارينه پکې پر ښځو يا د ښځو په هکله ليکنې نه شي کولای.

د پښتو ژبې مشهور ليکوال او شاعر اباسين يوسفزی هم د »خوېندو ادبي لښکر خال« ټولنې دا لاسته راوړنه يو لوی ګام بولي. نوموړی وایي: «د دردانې دا مجله يوه لویه کاميابي ده. په دې مجله کې د پښتنو ليکوالانو مقالې او د هغوی نور تخليقات او څېړنې چاپ کيږي چې دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.»

د دې مجلې لګښت چې کابو ديرش زره پاکستانۍ کلداري کیږي، د ټولنې د مشرې او دريو نورو غړيو له خوا ورکړل شوی دی. د دې مجلې بيه ۱۵۰ کلدارې ټاکل شوې ده.

د خيبر پښتونخوا د ليکوالو میرمنو لومړۍ ټولنه

د «خوېندې ادبي لښکر خال» ټولنې بنسټ په ۲۰۱۷ م کال کې د ليکوالې، شاعرې او ټولنیزې فعالې کلثوم زيب له خوا ايښوول شوی دی. په دغه ټولنه کې د خيبر پښتونخوا د ډېرو سيمو، همدا راز لیرې پرتو سيمو او همدا شان په افغانستان کې ښځينه شاعرانې او ليکوالانې هم غړيتوب لري.

کلثوم زيب وایي چې دا په خيبر پښتونخوا کې د ښځو لومړۍ ټولنه ده او تر دې دمخه به پښتنې ليکوالانې مجبورې وې يا د نارينه وو د ټولنو او يا هم د اردو ژبو په ټولنه کې ځان مطرح کړي.

Pakistan Dordany
ليکوالې، شاعرې او ټولنیزې فعالې کلثوم زيب د خوېندې ادبي لښکر ټولنې بنسټ ايښې دیانځور: Kulsoom Zeb

نوموړې وويل: «په دې وروستیو کې د ښځينه ليکوالانو او شاعرانو د شمیر په زياتيدو سره موږ ښځينه ليکوالانو او شاعرانو او همدا راز نارينه وو د دې اړتيا محسوسه کړه چې ښځې بايد يوه خپله ټولنه ولري.» هغه زياتوي: «د اردو ژبو ټولنې شته خو په هغه کې پښتنو ښځو ليکوالانو او شاعرانو ته د هغوی مناسب ځای نه ورکول کيږي.»

کلثوم زيب وايي چې د خوېندې ادبي لښکر ټولنې غړو په افغانستان کې هم په بېلا بېلو غونډو او ادبي پروګرامونو کې ګډون کړی دی.

د خوېندې ادبي لښکر ټولنې فعاليتونه

اباسين يوسفزی هم د دې ټولنې د فعاليتونو ستاينه کوي او وایي چې ياده ټولنه د پښتو ژبې د ښځينه ليکوالانو او شاعرانو د راټوليدو يو ادرس دی چې د هغوی کار او زيار ستايل کيږي او خلکو ته د وړاندې کيدو چانس ترلاسه کوي. نوموړی وايي: «له ډېرې مودې راهيسې زما او د نورو ليکوالانو دا هیله وه چې موږ د ميرمنو يوه جلا ټولنه ولرو چې هغوی یې تر چتر لاندې د خپل ځان او نورو ښځینه ليکوالانو له پاره هلې ځلې وکړي او خپل تخليقات له نورو سره شريک کړي.»

ننګرهار کې سږکال نارنج ګل مشاعره څرنګه وه؟

هغه زياتوي: «په ځانګړي توګه د پښتنو ښځو له پاره د داسې یوې ټولنې شتون ډېر اړين دی ځکه چې ځيني یې د کلتوري محدوديتونو له کبله د نارينه وو په ادبي محفلونو کې ګډون نه کوي. خو د دې ټولنې بيلا بېلې ناستې ورته د دې موقع ورکوي چې خپل تخليقات له نورو سره شريک کړي.»

نوموړي وويل چې دې ټولنې همدا راز په دې وروستيو کې د پښتو ژبې د مشهورو ليکوالانو زيتون بانو او سلمی شاهين د ستاينې په پار غونډې تنظېم کړي دي او همدا راز یې د ځينو نارينه ليکوالانو او شاعرانو ستاين غونډې هم جوړې کړي دي.

دا ټولنه چې په هيڅ ډول مالي مرسته نه ترلاسه کوي او په شخصي لګښت چليږي، د ستاين غونډو ترڅنګ د ښځو ځانګړې ورځې هم په خاصو مراسمو سره لمانځي.

زموږ له آرشيف څخه: