د قطر د مالیې وزیر د اداري فساد په تور نیول سوی
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۸, شنبهد قطر رسمي خبري آژانس (قنا) تیره پنجشنبه «د می میاشتي شپږمه» د دغه هیواد د لويي څارنوالۍ په حواله ویلي، چي « د اسنادو او معلوماتو تر ارزیابۍ وروسته یې د مالیې د وزیر، علي شریف العمادي د نیولو امر صادر کړی دی».
لوی څارنوالی همدارنګه ویلي دي، چي « د هغه څخه به د موجوده تورونو په هکله هر اړخیزه تحقیقات تر سره کړي.»
څارنوالۍ د وزیر د تورونو په اړه «د بیت المال د پيسو حیف ومیل ، د قدرت څخه سؤ استفاده او عمومي جرمونه» یاد کړل.خو د دغو تورونو په باب یې نور جزییات ورنکړل.
العمادي د ۲۰۱۳ م کال راهیسي د مالیې وزیر او د قطر د «ملي ثرورت د صندوق» د مدیره هییت عضؤ دی، چي د ۳۰۰ ملیارډه ډالره په ارزښت سرمایه لري. هغه د قطر د هوايي شرکت،(قطر ایر ویز) د مدیره هییت رییس ، د ملي بانک رییس، د سیاحت د ملي شورأ د مدیره هییت د رییس معاون او د اقتصادي او سرمایه ګذارۍ د عالي شورأ غړی هم دی.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د فارس د خلیج په هیوادونو کي د اداري فساد په تور د یوه لوړ رتبه مقام نیول او بندي کول لږ پيښیږي.
آ./م.ق./ا.ا.