«د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې جګړه روانه ده»
۱۴۰۰ تیر ۱۰, پنجشنبهد کندهار د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داود فرهاد وايي چي دوی ته له پنجوايي ولسوالۍ څخه د پولیسو جسدونه او ټپیان ور وړل سوي دي.
هغه دويچه ويلي ته وويل: »تر دې مهاله د ۴ پولیسو جسدونه او ۳ ټپیان له پنجوايي ولسوالۍ څخه راوړل سوي دي.«
ویل کیږي چي د ولسوالۍ د بازار په سر کي د ملي امنیت مدیریت سقوط سوی او جګړه د بازار د پمپ په نوم په بل سر کي هم روانه ده.
یوه بله سرچینه بیا وايي چي د ولسوالۍ امنیه قوماندان نظر علي خپله د بازار په منځ کي له خپلو ملګرو سره محاصره دی او ځیني ملګري يې د معصوم غر په سیمه کي په جګړه بوخت دي.
د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي محمد یونس هم وايي چي په یاده ولسوالۍ کي جګړه سخت حالت ته رسېدلې ده.
دا چي هلته تلیفونونه کار نه کوي، نو هلته د بندو خلکو په اړه معلومات نه سته، خو ځيني کسان چي سهار وختي له پنجوايي ولسوالۍ څخه راوتلي دويچه ويلي ته وویل، د دې ولسوالۍ د یخ څاه د کمربند تر څنګ د ښار خوا ته نژدې د صالحانو په سیمه کي هم جګړه روانه ده او لار بنده ده.
عبدالجلیل وويل: »د ولسوالۍ په څو برخو کي جنګ او ټکان وو. لاري بندي وې، موږ په ډېر زحمت ځان تر کوبي سیمي پوري راورسوی.«
يوه باوري امنیتي سرچینه وايي چي د وسله والو طالبانو د ځپلو له پاره يې له کندهار ښار څخه ۰۳ ځانګړې قطعه ور لېږلې او ډېر ژر به پنجوايي ولسوالي د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.
پنجوايي له کندهارښار څخه ۲۰ کیلومتره لیري د جنوب لویدیځ خواته پرته ده.
دا په داسي حال کي ده چي تیره شپه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کمربند هم په مخامخ جګړه کي مات سوی او په ډنډ ولسوالۍ کي هم پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه سوي دي.
زموږ له آرشيف څخه: