یوناما په افغانستان کي د خپلو ۵ ساتونکو پر مرگ خواشيني ښودلې
۱۳۹۹ بهمن ۲۴, جمعهاعلان
په افغانستان کي د یوناما پنځه تنه افغان ساتونکي د پنجشنبې په ورځ د کابل- جلال آباد پر لار په يوه بريد کي ووژل سول. د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخي د يوناما پر کاروان تر بريد وروسته د ساتونکو يو موټر له لاري وتلی او رود ته لوېدلی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چي دغه برید د عامه ساتني تصدۍ ریاست پر هغو موټرو سوی چي د ملګرو ملتونو کاروان یې بدرګه کاوه.
په افغانستان کي د یوناما دفتر همدارنګه په یوه تویتري پیغام کي لیکلي چي د نوموړي ادارې هیڅ کارکوونکی زخمي یا وژل سوی نه دی. دا لا معلومه نه ده چي دغه برید چا کړی دی.
خو په افغانستان کي د حکومت مخالفه ډله وسله وال طالبان پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي او دغه شان داعش ډله هم فعاله ده.
AG/G.P/N.Z