په کابل کې دوه چاودنې شوي دي
۱۳۹۹ دی ۲۹, دوشنبهد افغانستان پلازمېنه نن دوشنبه (د جنورۍ میاشتې ۱۸ نیټه ) یو وار بیا د ماین د دوه جلا چاودنو شاهده وو. د کابل د پولیسو په وینا لومړۍ چاودنه د کابل په شپږمه ناحیه کې د مخابراتو وزارت پر یوه موټر د مقناطیسي ماین د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده چې چا ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی. خو یو شمیر سرچینو د عیني شاهدانو په حواله ویلي دي چې په دې پيښه کې د موټر چلونکي په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
دویمه چاودنه تر دې یو ساعت وروسته د پلازمینې کابل په یولسمه ناحیه کې رامنځته شوې ده. عیني شاهدان وایي چې د ولسي جرګې د یوه استازي موټر د یوه مقناطیسي بم هدف ګرځول شوی دی. تر اوسه پورې د دې پيښې د احتمالي تلفاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د دغو بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې یا شخص په غاړه نه دی اخیستی.
په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې اترې جریان لري، په افغانستان کې هدفي وژنو او مقناطیسي بمونو د انفجار پيښو زیاتیدو خلک تر پخوا لا ډیر اندیښمن کړي دي.