1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

صالح ته د کابل ښار د امنیتي مسؤلیت سپارلو اغیز به څه وي؟

۱۳۹۹ مهر ۲۶, شنبه

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د لنډې مودې لپاره یې د کابل امنیتي مسؤلیت پرغاړه اخېستی. د امنیتي چارواکو په شتون کې د ښاغلي صالح دغه مسؤلیت اخېستنه په څه مانا ده؟

https://p.dw.com/p/3k4e3
Afghanistan Vize-Präsident Amrullah Saleh
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له نن شنبې (۲۰۲۰ میلادي کال د اکتوبر ۱۷مه) د ولسمشر په لارښوونه د څو اونیو لپاره د کابل امنیتي مسؤلیت پر خپله غاړه اخلي.

ده خبرداری ورکړی چې د خلکو د امنیت ټینګښت کې د مقولې او مصلحت په نومونو هیڅ نه پيژني او په قاموس کې یې پر جنایتکارانو رحم کول نشته. ده لیکلي: «په کابل کې د خپل لاس د ورغویو په څیر بلد یم.»

ده ډاډ ورکړی چې د غلو، د خلکو ځورونکو، باج اخېستونکو، زورواکانو، قانون ماتونکو، د عامه ملکیتونو د غاصبینو او د متکررو مجرمانو لیستونه له وړاندې ترتیب شوي دي.

د حکومت دغه دویم جګپوړي چارواکي له خلکو غوښتي چې پر خپلو امنیتي ځواکونو باور او له هغوی سره همکاري وکړي.

له ناامنیو د ستړو کابل ښاریانو هرکلی

کابل ښاریان چې په دې وروستیو کې وسله والو غلاوو، هدفي وژنو، برمته نیونو، چسپکي ماین چاودنو او دې ته ورته نورو جنايي پېښو سخت اندېښمن کړي، د امرالله صالح له وروستي اقدامه هرکلی کوي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي عبدالرحمن دویچه ویله ته وویل چې ښاغلی صالح باید د مجرمینو هغه پخواني لیستونه بیا راواخلي چې تر ټاکنو وړاندې یې د کورنیو چارو وزارت د سرپرستی پرمهال جوړ کړي. د هغه په خبره:

«دا ډیر ښه کار وشو. کابل ښار کې اوس ان د ورځې هم په ډار او ویره ګرځو، خلک وژل کیږي، په یو موباییل او څو پیسو پسې د کابل په کوڅو کې د خلکو وژنه او ټپي کول اوس معمول ګرځیدلی. امرالله صالح دې د مجرمینو لیستونه راواخلي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.»

د کابل ښار دغه اوسېدونکی له ښاغلي صالح غواړي چې له هغو جګپوړو چارواکو او زورواکانو سره هم حساب وکړي چې د جنایتکارو ډلو ترشا ولاړ دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح داسې مهال د کابل امنیتي مسؤلیت پرغاړه اخلي چې تېره اونۍ د کورنیو چارو چارسنبالي وزیر مسعود انداربي پولیسو ته امر وکړ چې پر مجرمینو ډزې وکړي.

اندرابي خبرداری ورکړی چې مجرمین باید په کابل کې ازاد ونه ګرځي.

Afghanistan Sicherheitskräfte in Kabul
د کابل ښاریان له صالح غواړي چې پولیس له هغو جګپوړو چارواکو او زورواکانو سره هم حساب وکړي چې د جنایتکارو ډلو ترشا ولاړ ديانځور: Reuters/M. Ismail

د امنیتي چارواکو په شتون کې امنیتي مسؤلیت اخېستو ته غبرګون

هاخوا ځیني کتونکي د کورنیو چارو وزیر، د کابل امنیه قوماندان او نورو امنیتي چارواکو په شتون کې د کابل امنیتي مسؤلیت پر غاړه اخېستل د ښاغلي صالح قانوني سرغړونه بولي. د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد دویچه ویله ته وویل، د افغانستان اساسي قانون د ټولو چارواکو دندې او مسؤلیتونه تعریف کړي چې له کبله يې د هغه په خبره: «دا یو غیر قانوني کار دی. هر وزارت خپل وظایف او دندې لري. ارګ باید خپلو امنیتي مسؤلینو ته لازم صلاحیتونه ورکړي.»

د پارلمان دغه غړی زیاتوي چې د امرالله صالح په لاس د کابل امنیتي مسؤلیتونو اخېستل خلک پر امنیتي بنسټونو بې باوره کوي او بل دا چې ښاغلی صالح باید د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه خپلو مسؤلیتونو ته پام وکړي. خو امرالله صالح بيا لیکلي چې «خپلو نورو دندو او مسؤلیتونو ته به د تیر په څیر رسیده ګي کوم.»

امرالله صالح ویلي د کابل امنیتي مسؤلیتونو پرغاړه اخېستل د امنیتي میثاق د پروګرام یوه برخه ده.

امنیتي میثاق

افغان حکومت څو میاشتې وړاندې د جنايي جرمونو ختمولو او د ترهګریزو بریدونو مخنیوي په موخه د امنیتي میثاق په نوم طرح جوړه کړې. د امنیتي پېښو او جنايي جرمونو پرضد د خلکو همغږي کول د دې طرحې لومړیتوب بلل شوی دی.

اسماعیل شاکر – کابل