1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بايدن ترمپ د هيټلر له وزير ګوېبلس سره مقايسه کړ

۱۳۹۹ مهر ۶, یکشنبه

بايدن له ترمپ سره د يوې تلويزيوني مناقشې تر مخه ځان «د شخصي بريدونو او دروغو» خبرو ته چمتو کړی دی. خو بايدن هم په يوه مرکه کې پر ترمپ يوه لفظي حمله او يوه جنجالي پرتلنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3j48B
Joe Biden Interview MSNBC
انځور: MSNBC/Zuma/picture-alliance

د متحده آيالاتو ولسمشرۍ ته د دموکرات ګوند کانديد، جو بايدن، په ولسمشر دونالد ترمپ باندې تور لګولی چې د نازيانو د تبليغاتو د وزير، يوزف ګوېبلس،‌ په څېر دروغ وايي. «هغه تقريبا داسې دی لکه ګوېبلس. سړی دروغ تر هغه پورې وايي او تکراروي يې، تکراوي يې، تکراوي يې، چې هغه په عمومي معلوماتو بدل شي.»

دغه خبره جو بايدن له ام اس ان بي سي‌ تلويزيوني چېنل سره په مرکه کې وکړه. ګوېبلس د نازيانو په وخت کې د آدولف هيټلر يو نزدې کس او د هولوکاست يعنې د يهودانو د ډله يزې وژنې يو تن مسئول و چې لاره يې ورته هواره کړې وه.

د دې پرتلنې تر شا د ترمپ هغه ادعا ولاړه ده چې ويلي‌ يې ول بايدن ګويا کيڼ اړخی يا سوسياليست دی. ولسمشر ترمپ په بېلابېلو غونډو کې دايم ويلي دي چې ۷۷ کلن بايدن «افراطي چپيانو» ته صحنه برابروي چې غواړي‌ امريکا ورانه او په امريکايي ښارونو کې ګډوډي رامنځ ته کړي. د ترمپ يوه بله ادعا دا ده چې بايدن او دموکرات ګوند د خطونو يا ليکونو د لارې انتخاباتو ته ځکه ډېر اهميت ورکوي ځکه چې غواړي د درغليو او داسې رايو د لارې چې لاسوهنه پکې شوې وي، په ولسمشريزو انتخاباتو کې دخالت وکړي.

Washington Trump Vorstellung Supreme Court Richterin Nominierte
جو بايدن، په ولسمشر دونالد ترمپ باندې تور لګولی چې د نازيانو د تبليغاتو د وزير، يوزف ګوېبلس،‌ په څېر دروغ واييانځور: Alex Brandon/AP/dpa/picture-alliance

«هغه په ډېر څه نه پوهيږي»

له ترمپ سره تلويزيوني‌ مناقشې ته په اشارې سره بايدن بيا وويل:‌ «دا به ډېر سخت وي» ځکه چې د هغه په نظر به ۷۴ کلن ترمپ ورباندې ډېرې شخصي حملې کوي. «دا يوازنی شی دی چې د ده زده دي»،‌ دغه قضاوت بايدن د خپل جمهوري پال سيال په هکله وکړ.

بايدن زياته کړه چې «هغه نه پوهيږي چې د واقعيتونو په هکله سړی څنګه بحث کوي. هغه دغومره هوښار نه دی.»

بايدن دا هم وويل چې «هغه د بهرني سياست په هکله په ډېر څه نه پوهيږي، هغه د کورني سياست په هکله په ډېر څه نه پوهيږي. هغه د جزئياتو په هکله ډېر معلومات نه لري»، چې له دې کبله به هر څه يوازې «په عمومي ډول په شخصي بريدونو او دروغو» بنا وي.

د ترمپ او بايدن تر منځ لومړنۍ تلويزيوني مناظره د سه شنبې په ورځ د اوهايو آيالت په کليفلند کې تر سره کيږي.‌ تر ولسمشريزو انتخاباتو پورې به دوه نورې دغسې تلويزيوني‌ مناقشې هم صورت ونيسي. د برحاله ولسمشر او د هغه د سيال تر منځ دغه مناقشې د امریکا په متحده آيالاتو کې په عنعنوي ډول د انتخاباتي کمپاين اصلي اوج بلل کيږي چې په ډېرې تلوسې او لېوالتيا سره ورته خلک سترګې په لار دي.

ډ.پ.ا./ن.ص./ا.ا.

د ترمپ په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (22.09.2018):