انځویز رپوټ: د دوبۍ په نندارتون کې د هوايي صنعت نمایش
د دوبۍ په نندارتون کې چې په هرو دوو کلونو کې یو وار جوړیږي ۱۶۰ سوداګریز، پوځي او خصوصي جټ الوتکې او نظامي تجهیزات په ۱۲۰۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي ول. د دغه نندارتون د هوایي صنعت ځنې انځورونه دلته لیدلی شئ:
د دوبۍ نندارتون له ۱۹۸۹م کال راهیسې په هرو دوو کلونو کې یو وار جوړیږي. د روان کال نندارتون د نوامبر میاشتې له ۱۴ څخه د همدې میاشتې تر ۱۸ نیټې پورې دوام وکړ.
د نندارتون په جریان کې د مختلفو هیوادونو اکروجټ الوتکو خپل نمایشي پروګرامونه ترسره کړل. په دې انځور کې روسي جټ الوتکې د نمایش په حالت کې لیدل کیږي.
ائیربس په دې نندارتون کې څو میلیاردي تړونونه لاسلیک کړل. د هغو له جملې څخه یې له هنګري، مکسیکو، امریکا او سویلي افریقا سره د «A۳۲۱» ډوله ۲۵۵ الوتکو د پلورلو تړونونه لاسلیک کړل. همدارنګه د لیزینګ امریکایي شرکت د «A۳۵۰» ډوله الوتکو د پلورلو تړون هم لاسلیک شو.
د ائیر بس بوئینګ سره په رقابت کې د روسیې د ایرکوت تجارتي شرکت "ام سی ۲۱" د ۳۱۰ ماډل وړاندې کړی دی. د دغو الوتکو ۳۰۰ ماډل چې په ۲۰۱۷م کال کې یې خپل لومړی پرواز ترسره کړی و، زیاتره د روسېې هوایي شرکتونو یې فرمایش ورکړی دی.
د بوئینګ ۷۳۷ تر ناکامه کیدو وروسته، ټاکل شوې وه چې په روان کال کې بوئینګ ۷۷۷ ایکس د لوفتهانزا شرکت ته وسپارل شي، خو تر اوسه پورې د دې الوتکې د سپارلو نېټه نه ده معلومه. په انځور کې د دوبۍ په نندارتون کې د بوئينګ ۷۷۷ ایکس نمایش. ویل کیږي چې دغې الوتکې په ۸۰۰ ساعتونو کې ۳۴۰ ازمايښتې پروازونه کړي دي.
میرا رسنیک، چې د سیمه ایز امنیت په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سلاکاره ده، پر متحده عربي اماراتو د«اف – ۳۵» ډوله ۵۰ الوتکو د پلورلو په اړه وویل: «موږ اوس له اماراتو سره د خبرو اترو په حال کې یوو چې د دغو الوتکو له سپارلو څخه مخکې او وروسته اقداماتو او ژمنو په اړه ډاډ ترلاسه کړو.»
د دوبۍ په نندارتون کې د اسرائیل غرفه. په دغه نندارتون کې د اسرائیل موجودیت له اماراتو سره د دغه هیواد د اړیکو عادي حالت ته را ګرځولو وروسته ممکن شوی دی.
روسیې د دوبۍ په سږنې نندارتون کې د پام وړ حضور درلود. دغه انځور د روسیې د ام آی-۲۸ یرغلیزې چورلکې او د هغې پورې اړوندو تجهیزاتو دی. دغه چورلکه د ځمکني اهدافو په نخښه کولو له پاره جوړه شوې ده.
د دوبۍ په نندارتون کې د روسيې د پنځم نسل جنګي الوتکي چې د سوخو- ۷۵ «کیش و مات» په نوم دي او د مخفي ماموریتونو له پاره کارول کیږي، د نندارچیانو پام ځانته را اړولی وو.
د دوبۍ په نندارتون کې د اوریون په نامه د روسیې بی پيلوټه الوتکې (ډرون). دغه الوتکي په لومړي ځل روان کال په سوريه کې وکارول شوه. دغه روسي ډرونونه په سپوږمکیو او هومینګ لیزري سیستم سمبال دي.
د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو، هم د دوبۍ په نندارتون کې ګډون کړی وو. برازیل، سي - ۳۹۰ ډوله باروړونکي الوتکې نندارې ته وړاندې کړې وې.
د فرانسوي شرکت «داسو» رافال جنګي الوتکي. دغه شرکت تر ۱۱ زرو ډیر کارمندان لري چې په ۲۰۱۹م کال کې یې د ۷ میلیارده او ۳۰۰ میلیونو یورو فروشات درلودل.
البته ائیربس شرکت د دوبۍ په نندارتون کې د ACJ320 یوه ډېر لوکس خصوصي جټ الوتکه هم نندارې ته وړاندې کړې وه. په دې الوتکه کې دننه تشناب یې هم طلاکاري شوی وو.