1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په جاپان کې یوه سړي ۱۷ کسان ټپیان کړي دي

۱۴۰۰ آبان ۱۰, دوشنبه

د جاپان پولیسو ویلي دي چې یوه ۲۴ کلن کس چې د جوکر کالي یې اغوستي ول، د ټوکیو په یوه اورګاډي کې یې د چړې او اور په برید کې ۱۷ کسان ټپیان کړي دي. پولیسو ویلي چې هغه غوښتل چې خلک ووژني او د مرګ سزا ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/42RCa
Japan | Messerattacke in Tokio
انځور: The Yomiuri Shimbun/AP/picture alliance

د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د نومبر لومړۍ) د ټوکیو پولیسو ویلي دي چې یوه ۲۴ کلن جاپاني د ټوکیو ښار په یوه اورګاډي کې د چړې په واسطه ۱۷ کسان ټپیان کړي دي. دغه پیښه پرون ناوخته پیښه شوې چې پکې یوه کس د جوکر [یو فلمي کرکتر] جامې اغوستي وې او د کیو په نامه په اورګاډي کې یې په خلکو د چړې بریدونه وکړل او د اور اچونکې مایع په واسطه یې په خلکو د اور بریدونه هم کول.

د معلوماتو له مخې، په دې پیښه کې یو زوړ کس چې د سینې په برخه کې ټپي شوی دی، په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې هم وخیم ښول شوی دی. پولیسو ویلي دي چې دغه کس غوښتل چې خلک ووژني او بیا د مرګ سزا ترلاسه کړي.

Japan - Mann mit Messer in der U-Bahn
انځور: picture alliance/AP

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو او ویډیو ګانو کې ښکاري چې یو تن پر خلکو برید کوي. بریدګر ویلي چې هغه د بیټ من [فلمي کرکتر] سخت مینوال دی. پولیسو هغه د مرګ د هڅې په جرم نیولی دی.

د ځايي رسنیو په خبره، دغه کس پولیسو ته ویلي چې تورن کس له میاشتو راهیسې غوښتل چې څرنګه د مرګ سزا ترلاسه کړي. د پیښې څیړونکو ته نیول شوي کس ویلي چې هغه خفه دی چې په دې برید کې یې څوک نه دي وژلي. تر برید دوه ساعته مخکې، تورن کس د ټوکیو په شیبویا ولسوالي کې وو چیرته چې ډېرو خلکو د هالوین په نامه یو عنعنوي جشن لمانځه.