1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د افغانستان سره د ۱۲۲ میلیونو ډالرو مرستو اعلان وکړ

۱۳۹۹ بهمن ۱۳, دوشنبه

جاپان اعلان کړی دی چي په افغانستان کي د پرمختیايي او بشري پروګرامونو د مخته بیولو په خاطر د دغه هیواد سره د ۱۲۲ ملیونو ډالرو مرسته کوي. دغه پیسې د ۲۰۲۰ م کال د ژنیو د کنفرانس د ژمنه ورکول سوو پیسو یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/3ofnx
Flagge Japan
انځور: AFP/Getty Images

جاپان نن د دوشنبه په ورځ (د فبرورۍ اوله) د یوې اعلامیې په نشرولو سره د افغانستان سره د دغو ۱۲۲ میلیونو ډالرو د اعلان خبر ورکړ. په اعلامیه کي راغلي دي، چي دغه پیسې به په افغانستان کي د پرمختیايي او بشر دوستانه پروګرامونو د اجرأ کولو په خاطر مصرف سي.

په افغانستان کي د جاپان د سفارت د اعلامیې پراساس دغه پیسې د ژنیو د کنفرانس کې د جاپان د وعده کړل سوو هغو ۱۸۰ ملیونو ډالرو یوه برخه ده ، چي د ۲۰۲۱  او ۲۰۲۴ م کلونو ترمنځ به افغانستان ته حواله کیږي. د جاپان د سفارت دهمدغي اعلامیې پراساس ۱۲۲،۲ ملیونه ډالره په همدا ۲۰۲۱ م کال کي افغانستان ته ورکول کیږي.

ویل کیږي، چي په دغو پیسو سره به د خلکو د ژوندانه د ښه والي په خاطر په افغانستان کي د مختلفو بنسټونو او مؤسسو له خوا ۱۷ بشردوستانه پروژې تطبیق سي.

په کابل کي د جاپان سفیر، اوکادا تاکشي، وايي :«موږ چي د سولي په درشل کي قرار لرو، د افغانانو په رهبرۍ د ملت جوړولو په لار کي د امنیتي ارګانونو تقویه ډیر مهم رول لري. په افغانستان کي د نظم او قانون په صندوق کي د جاپان دایمي ونډه د یوه سوله ایز افغانستان د رامنځته کیدو په لارکي زموږ تعهد بیانوي.»

د جاپان پواسطه دغه تازه کومکونه به د ملګرو ملتونو د غذايي او زراعتي سازمان، دسره صلیب بین المللي کميټې، د مهاجرینو بین المللي سازمان، د پرمختیايي پروګرام بین المللي کمیټې، د ملګرو ملتو د مهاجرینوعالي کمیسارۍ، یونسیف، د والدینو بین المللي فدراسیون، د جاپان بنسټ، جهاني بانک او نورو بین المللي سامانونو له خوا مصرف سي.

جاپان د ۲۰۰۱ م کال راهیسي د افغانستان په مختلفو برخو، خاصتأ امنیت، زراعت ، کلیوالي پراختیا، تعلیم او تربیې، صحت، د ظرفیتونو لوړوالی، زیربنأ جوړولو او بشردوستانه برخو کي کومکونه کړي دي.

د جاپان سفارت ویلي دي، چي د ۱۲۲،۲ ملیونو ډالرو په تادیه کولو سره د دغه هیواد ټولي مرستي د افغانستان سره ۶،۹ ملیارډه ډالرو ته رسیږي.