1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا له افغانستانه سلګونه افغانان راباسي

۱۴۰۰ آبان ۱۴, جمعه

ايټاليا د کليساو د ټولنو په همکارۍ په اصطلاح د بشري دهليز له لارې ۱۲۰۰ افغانان ايټاليا ته راولي. دغه کسان به په لومړي سر کې دوه کاله په ايټاليا کې د پاتیدو اجازه ولري.

https://p.dw.com/p/42dwO
Italien | Afghanische Evakuierte besteigen US-Transportflugzeug
انځور: Kegan E. Kay/U.S. Navy/Planet Pix via ZUMA Press/picture alliance

د ايټالوي رسنيو په حواله د اړوندې هوکړې له مخې به له خطر سره مخامخ افغانان په قانوني او خوندي توګه ایټالیا ته را انتقال شي. په دې پروژه کې د لومړي وزير ماريو دراګي د حکومت ترڅنګ د اسقفانو کنفرانس، د سانت اګيديو کاتوليکي اتحاديه، د ايټاليې د پروتستانت کليساو اتحاديه، والدستنر مرستندويه ټولنه او يو شمير نور سازمانونه او ادارې شاملې دي.

د دغې هوکړې له مخې به انتقال شوي افغانان لومړی د دوو کلونو له پاره په ايټاليا کې د پاتېدو اجازه ولري، له دې امکان سره چې اقامه یې يو کال نوره هم وغځيږي.

د معلوماتو په حواله د کاتوليکي اسقفانو ټولنه د ۳۰۰، د اېټالیې د کورنيو چارو وزارت د ۴۰۰ او د سانت اګيديو ټولنه به د ۲۰۰ کسانو مسئوليت پر غاړه واخلي. د والدستنر مرستندويه ټولنه او پروتسنانت کليساو اتحاديه غواړي په شريکه د نورو ۲۰۰ افغانانو مسئوليت ومني.

Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د کاتوليکي اسقفانو اتحادیې په يوه اعلاميه کې ويلي چې هدف لري چې ډېر ژر به د دغو کسانو شمیر ۲۰۰۰ ته لوړ کړي. زياته شوې چې دغه کسان د يوه ترانزيت هېواد لکه پاکستان او يا ایران له لارې ايټالیې ته انتقاليږي او په بېلا بېلو سيمو کې به ځای پر ځای شي چېرې چې د هغوی له پاره د کاريتاس خيريه ټولنې په مرسته د ادغام مختلف پروګرامونه په نظر کې نيول شوي دي.

د سانت اګيديو ټولنې مشر مارکو امپاګليازو وويل: «ايټاليا هغه هېواد دی چې بشر دوستي یې په روښانه توګه دنده ده.» نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دوی غوښتل چې له خطر سره د مخ وګړو سره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه چې بشري دهليزونه دې موخې ته د رسېدو وړ لارې دي. د دې دهلیزونو په مرسته په تېرو کلونو کې څه نا څه ۴۰۰۰ له ځانګړي ګواښ سره مخ افغانان ايټاليا او همدا راز نورو اروپايي هېوادونه ته رسيدلي دي.

ب. ص/ ن. ز (KNA)