1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزممنځنی ختیځ

اسرائیل: »د حماس تر بريد وروسته د مړو شمېر له ۱۲۰۰ واوښت«

۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبه

د حماس له خوا پر اسرائيل تر پراخ بريد وروسته د وژل شوو اسرائيليانو شمېر له زرو اوښتی. د اسرائيلي پوځ وياند آن له ۱۲۰۰ مړو څخه خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/4XNnM
د تل ابيب يوه څنډه
د تل ابيب يوه څنډهانځور: Erik Marmor/dpa/picture alliance

د اسرائيل د پوځ وياند، جوناتن کونريکس د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۱مه) وويل چې په اسرائيل کې د شوو بريدونو په نتيجه کې »د مړو شمېر په ټکان ورکوونکي ډول  ۱۲۰۰ وژل شويو اسرائيليانو ته رسيږي.«د اسرائيل او حماس ترمنځ جنګ؛ تر۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي

د کونريکس په خبره »بشپړ اکثريت« يې ملکي وګړي دي. په يوه پخواني بيلانس يا جاج کې له زرو وژل شوو کسانو څخه خبرې کېدلې. د اسرائيل د دفاعي او جګړه يزو ځواکونو د تازه معلوماتو له مخې د اسرائيل لوري ته له ۲۸۰۰ څخه زيات کسان ژوبل شوي دي.امريکا: شواهد ښيي چې ايران پر اسرائيل بريدونو کې لاس نه لري

د دغو څرګندونو له مخې د حماس ډلې ۲۲۹۴ هدفونه ويشتل شوي دي. د غزې په تراډه کې چارواکي فلسطيني لوري ته د مړو شمېر لږ تر لږه ۹۰۰ تنه بولي. د حماس افراطي اسلامپالې فلسطينۍ ډلې د شنبې په ورځ پر اسرائيل باندې پراخ بريدونه پيل کړل.

اسرائيل د غزې پر تراډې باندې د هوايي بريدونو په مټ ځواب ورکړ او د په لسګونو زرو سرتېرو د بسيج اعلان يې وکړ. د حماس ډلې تقريبا ۱۵۰ ملکي کسان او عسکر له اسرائيل څخه يرغمل کړي او د غزې تراډې ته يې له ځان سره بيولي دي.