1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطينیانو او اسرائيليانو په اخ و ډب کې ۱۸۰ تنه ټپيان شوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۸, شنبه

په بیت المقدس کې د فلسطینيانو او اسرائيلي ځواکونو تر منځ شخړو کې د شپږو اسرائيلي عسکرو په ګډون ۱۸۰ تنه ټپیان شوي دي. ويل کيږي چي اسرائيلي آبادکاران غواړي په شيخ جراح نومې علاقه کې د فلسطينانو پر سيمو نوي کورونه آباد کړي.

https://p.dw.com/p/3t8JD
Israel | Ausschreitungen in Jerusalem
انځور: Maya Alleruzzo/AP Photo/picture alliance

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د می ۷مه) تاوتریخوالو هغه وخت زور واخیست چې فلسطينان د اقصی مسجد په انګر کې د لمانځه ادا کولو له پاره راټول شوي ول او هلته ډير شمير پولیس ځای پر ځای شوي ول.

په دغو نښتو کې تر ۱۸۰ ډير کسان ټپيان شوي چې په هغو کې شپږ اسرائيلي پولیس هم شامل دي. د فلسطيني روغتيايي مسئولانو او د اسرائيل پولیسو له قوله ويل شوي چې لږ تر لږه ۸۰ ټپيان روغتون ته هم داخل شوي دي. د فلسطين سره صلیب ويلي چې ډيری کسان د اسرائيلي عسکرو په ربړي ګوليو او برقي ډنډو ټپيان شوي دي.

تاوتریخوالي په څه پیل شوي؟

اسرائيلو په ورستيو اوونيو کې د فلسطينيانو د پخواني ښار تر ځينو سیمو پورې پر تلو باندې بنديز لګولی او ځینې فلسطينې کورنۍ يې هم دې ته اړ کړي چې خپل کورونه پريږدي. ويل کيږي چې اسرائيلي آبادکاران غواړي په شيخ جراح سيمه کې ميشت فلسطينیان له دغې سیمې وباسي او په کې نوي کورونه جوړ کړي. دغه مسئله محکمې ته هم راجع شوې.

فلسطينيان انديښنه کوي چې اسرائيلي آباد کاران د محکمې ملاتړ لري او کیدای شي دوی خپل کورونه له لاسه ورکړي.

غبرګونونه

Ost-Jerusalem Proteste von Palästinensern
د فلسطين روغتيايي مسئولانو او اسرائيلي پولیسو له قوله ويل شوي چې لږ تر لږه ۸۰ ټپيان روغتون ته هم داخل شوي ديانځور: Mostafa Alkharouf/AA/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا متحده ایالاتو او يو شمیر اروپايي هيوادونو د دغې شخړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي: «موږ په بیت المقدس کې راولاړو شوو تاوتريخوالو ته نهايي انديښمن يو. د اختلافاتو کمول ډير اړين دی، د بيلګې په توګه د کورونو جوړولو چارې، له کورونو څخه د خلکو وښکل او د کورونو ویجاړول چې د تاوتریخوالو د ډيریدو سبب ګرځيدلی شي، بايد ودرول شي.»

ملګرو ملتونو هم غوښتنه کړي چې په بیت المقدس کې دې فلسطينيان په زور له خپلو کورنو څخه نه وښکل کيږي او زیاته کړې يې ده چې د اسرائيل دغه اقدام د «جنګي جرایمو» مترادف عمل دی.

آلمان، فرانسې، ايټالیا، هسپانيا او بريتانیا هم تیره ورځ له اسرائيل څخه وغوښتل چې په لويديځه څنډه کې د يهوديانو د کورنو جوړولو بهير دې ودروي. د رويټرز په حواله دغو ملکونو ويلي دي: «موږ د اسرائيل پر حکومت فشار واردو چې هغوی د مقبوضه لويديځې څنډې په علاقو کې د ۴۵۰ کورونو د جوړولو فیصله بیرته واخلي او نور خپل د فلسطيني سيمو د نيولو سیاست ودروي.»

د اقصی مسجد چې د جمعې په ورځ د تاوتريخوالو شاهد وو، مسلمانو له پاره دریم مقدس ځای دی چې یهوديان يې هم د خپلو مقدسو ځایونو څخه یو بولي.

م.ک.ص./ا.ا./ج.ا/ش.ح.(اې اف پي/اې پي/ډي پي اې/رويټرز)

د بیت المقدس په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ: