1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران د اسرائيل پر کښتۍ بريد کړی»

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

دا بريد په نطنز کې د ايران په اټومي دستګاه کې تر چاودنې څو ورځې وروسته شوی دی. ايران د دغه بريد پړه پر اسرائيل اچولې وه او د غچ اخیستنې اعلان یې کړی وو.

https://p.dw.com/p/3ryXB
Persischer Golf Helios Ray
انځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

متحده عربي اماراتو ته څېرمه د اسرائيل پر يوې کښتۍ د سه شنبې د ورځې د بريد پړه که څه هم چې تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې خو اسرائيلي چارواکي او اسرائيلي رسنۍ په دې آند دي چې دا بريد ایران کړی دی.

د اسرائيلو او ایران ترمنځ وضعيت له تېرو څو ورځو راهيسې ډېر ترينګلی دی.

د اسرائيل د «۱۲ چينل» تلویزيون د امنيتي سرچينو له قوله ويلي دي چې د متحده عربي اماراتو فجيره بندر ته څېرمه د سه شنبې په ورځ (د اپريل ۱۳مه نيټه) د اسرائيل يوه کښتۍ د ایران د احتمالي توغنديز بريد ښکار شوې ده. په دې بريد کې د «هايپريون» په نوم دې کښتۍ ته «لږ زيان» رسېدلی دی.

دغه تلویزيوني شبکې د يوه اسرائيلي چارواکي چې نوم یې نه دی ښوول شوی، په حواله ويلي دي چې دا د توغندي بريد وو او مسؤليت یې ایران پر غاړه لري. په بريد کې ځاني زيان نه دی اوښتی او کښتۍ د منزل په لور حرکت ته دوام ورکړی دی.

لبناني رسنيو هم ويلي دي چې د هايپريون په نامه دا کښتۍ د اسرائيلو د «ری» سمندري تجارتي شرکت ده او د سه شنبې په ورځ فجيره بندر ته څېرمه د بريد هدف ګرځيدلې. عربي رسنيو هم خبر ورکړی دی چې دا کښتۍ د ایران له خوا په توغندي ويشتل شوې ده.

Iran Atomanlage Natans
ايران په نظنز اټومي دستګاه کې د بريد پړه پر اسرائيلو اچولې وه او د غچ اخيستنې اعلان یې کړی ووانځور: Getty Images/M. Saeedi

د سمندري امنيت سره تړلو دوه نورو سرچينو هم رويترز خبري آژانس ته ويلي چې د اسرائيل کښتۍ د توغندي هدف ګرځېدلې چې په پایله کې یې يوه چاودنه رامنځته شوې خو په پېښه کې څوک وژل شوي نه دي.

د اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر او د اسرائيل د دفاع وزارت د بريد په اړه له تبصرې ډډه وکړه. د اسرائيل د ترانسپورت وزارت بيا ويلي چې د پېښې خبر یې ترلاسه کړی خو تر اوسه یې تائيدولی نه شي.

د بريدونو لړۍ

په دې وروستيو مياشتو کې د ایران له لوري د اسرائيلو پر کښتيو د بريدونو دا درېمه پېښه ده. تېره میاشت په عربي سمندرګي کې يوه اسرائيلي کښتۍ احتمالاً د ايران له خوا په توغول شوي توغندي لګيدلې وه. همدا راز په فيبرورۍ میاشت کې هم ایران په عمان خليج کې د اسرائيل يوه کښتۍ په نخښه کړې وه.

سپینه ماڼۍ: امریکا پر نطنز په حمله کي هیڅ لاس نه لري

بل لوري ته يوه اونۍ تر مخه په سره سمندرګي کې د ایران د «ساویز» په نوم کښتۍ هم بريد شوی وو چې پړه یې پر اسرائيلو اچول کيږي. تر دې بريد وروسته د ایران د بهرنيو چارو وزارت تائيد کړې وه چې په بريد کې یې کښتۍ ته معمولي زيان اوښتی دی او په اړه پلټنې رواني دي.

د اسرائيلو پر کښتۍ دا تازه بريد په داسې حال کې شوی چې ايران په نطنز کې پر خپلې اټومي دستګاه د بريد مسؤليت پر اسرائيل اچولی وو او د دې بريد د غچ اخيستنې اعلان یې کړی وو.

د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د سه شنبې په ورځ وويل چې که ايران وموندله چې بريد يهودي دولت کړی دی نو «اسرائيل به یې پايلې وويني او وبه ګوري چې څومره بې ځایه کار یې کړی دی.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters,afp)

زموږ له آرشيف څخه: