1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضامنځنی ختیځ

اسرائیل په غزه کي پر تونلونو يرغل کړی دی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۴, جمعه

د اسرائيل پوځ ویلي دي چي په غزې تراډه کي يې تر مځکي لاندي د حماس پر یوه لوی تونل باندي حمله کړې ده. د اسرائیل په دغو عملیاتو کي ۱۶۰ جنګي الوتکو برخه درلوده. په غزه کي تر اوسه ۱۰۹ انسانان وژل سوي او ۶۲۱ ټپیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/3tNKA
Israel Sderot | Panzer feuert auf Gazastreifen
انځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance

د اسرائيل د پوځ وياند یوناتان کونریکوس نن د جمعې په ورځ(۲۰۲۱م کال د می ۱۴) سهار ويلي دي چي دغه عملیات، چي هدف یې په ساحلي سیمه کي د حماس د تونل د یوه سیسټم نړول وه، تقریبأ ۴۰ دقیقې دوام وکړ او د جنګي الوتکو تر څنګ پکښي ډیرو ټانکونو هم برخه درلوده. خو د اسرائیل هیڅ یو عسکر غزې ته ورداخل سوی نه دی. 

کونریکوس همدارنګه وویل چي دغه تونل د «میترو» په نامه یادیده او «تر ښار لاندي یو بل ښار» غوندي ؤ. حماس د دغه تونل پر جوړيدو باندي کلونه کار کړی وو. د هغه د تخریب کیدو دقیق تصویر لا تر اوسه معلوم نه دی.

له بلي خوا بیا د غزې د عامي روغتيا وزارت په حواله د وروستي زورزياتي له پيل راهیسي تر اوسه پوري ۱۰۹ انسانان وژل سوي او ۶۲۱ نور ټپيان سوي دي.

لکه څنګه چي د اسرائیل پوځ خبر ورکړی دی، د غزې له تراډي څخه د راکټونو د فیرونو په نتیجه کي ۸ اسرائیلیان وژل سوي دي.

د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ زورزياتی د روژې په مياشت کې زور واخيست او د فلسطين د پارلماني ټاکنو د ځنډېدو تر اعلان وروسته يې نور هم زور واخيست.

د وروستیو کشمکشونو يو علت د بيت المقدس په زاړه ښار کي د اسرائيلي پوليسو موانع بلل سوي، چي فلسطیني ځوانانو دا کار ځان ته توهین وباله. د دې تر څنګ د بيت المقدس په شيخ جراح سيمه کي د فلسطيني کورنيو د په زور ايستلو په سبب د فلسطينيانو او اسرائيلي ناقلينو ترمنځ اخ و ډب او په الحرم شريف سيمه کي نښتي هم د دغه وضعيت د رامنځته کېدو سبب سوي دي.

شخړه وروسته پخپله په اسرائیل کي هم پراخه سوه. عربانو پر یهودانو حملې وکړې او برعکس. په غزې تراډه کي بیا حماس په دې دلیل شخړي ته ورداخل سو چي په خبره یې غواړي د بیت المقدس دفاع وکړي.

حماس وروسته د اونی په پیل کي د یوه اخطار په ورکولو سره له اسرائیل څخه وغوښتل چي ټول اسرائیلي پولیس او یهودي ناقلین دي له الحرم شریف او شیخ جراح له ناحیې څخه ووزي. خو اسرائیل دغه غوښتنه ونه منله.

Israel Ashkelon | Abgefuerte Raketen aus dem Gazastreifen
انځور: Amir Cohen/REUTERS

لکه څرنګه چي د اسرائیل د پوځ ویاند وویل تر هغه وروسته وسله والو فلسطینیانو له غزې څخه د تیري دوشنبې ورځي راهيسي تر اوسه پوري پر اسرائیل باندي ۱۸۰۰ توغندي فیر کړل او په دې ډول سره شخړه د غزې تراډي ته هم وغځېده.

له ۲۰۰۸م کال راهیسي د اسرائیل او حماس ترمنځ درې جنګونه سوي دي. د دواړو اړخونو د معلوماتو پراساس یوازي د ۲۰۱۴م کال په ۵۰ ورځني جنګ کي تر ۲۱۰۰ اضافه فلسطینیان او ۷۰ اسرائیلیان ووژل سول.

د ملګرو ملتونو د «اوچا» د اضطراري کومکونو سازمان په حواله د دغه جنګ په نتیجه کي په غزې تراډه کي ۱۸۰۰۰ کورونه ونړیدل او یا متضرر سول.