1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل پر غزې هوايي بريدونه کړي دي

۱۴۰۰ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د اسرائيل پوځ ويلي دي چې له غزې تراډې څخه یې د «لمبه يي بالونونو» د بريد پر وړاندې غبرګون ښوولی دی. په می میاشت کې د حماس او اسرائيل ترمنځ تر رامنځته شوي اوربند وروسته دا لومړي پوځي عمليات دي.

https://p.dw.com/p/3v0kT
Erneute Angriffe in Gaza City
انځور: Mahmud Hams/AFP

د حماس ډلې اړوندو رسنيو ويلي دي چې د اسرائيل پوځ په غزې تراډه کې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۶مه نیټه) سهار وختي د حماس روزنيز کمپونه په نخښه کړي دي. تر اوسه په دې بريدونو کې د تلفاتو په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.

تېره مياشت د حماس او اسرائیل ترمنځ تر ۱۱ ورځو نښتو وروسته اوربند وشو چې له هغه راهيسې دا پر غزې د هوايي بريدونو لومړۍ پېښه ده. په می میاشت کې د نښتو په ترڅ کې د يو شمیر ښځو او ماشومانو په ګدون کابو ۲۵۰ فلسطينيان ووژل شول. په اسرائيل کې هم د ديارلس کسانو د وژل کيدو خبرونه ورکړل شوی وو.

اسرائيل د بريدونو په اړه څه وايي؟

د اسرائيل دفاعي ځواکونو په يوه اعلاميه کې تازه هوايي بريدونه تائيد کړي او ویلي ېې دي چې له غزې تراډې څخه «لمبه يي بالونونه» راستول کيدل چې په ځواب کې یې د حماس پوځي تاسيسات په نخښه شول.

پوځ ويلي دي چې د غزې سرحد ته څېرمه د اسرائيل په جنوب کې د بالونونو له کبله په ځينو سيمو کې اور لګيدلی دی.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو وياند ايوشې ادرايي د تويتر له لارې د هوايي بريدونو د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي دي چې په غزه ښار او د خان يونس په جنوبي سيمه کې یې د «افراطیانو د کارکوونکو د غونډو او د نورو آسانتياو برابروونکې پټنځايونه په نخښه کړي دي.»

Erneute Angriffe in Gaza City
انځور: Tsafrir Abayov/AP/picture alliance

په اسرائيل کې د نيفتالي بينيټ په مشرتوب د نوي حکومت له خوا هم دا په غزه کې د حماس پر وړاندې لومړي پوځي عمليات ول.

بينيټ تر دې دمخه په يوه وينا کې ويلي ول چې له غزې څخه الوتونکو بالونونو ته بايد لا کلک ځواب ورکړل شي.

په بيت القمدس کې مارشونو ترينګلتياوي زياتې کړې

پر غزې دا هوايي بريدونه په داسې حال کې شوي چې د سې شنبې په ورځ محافظه پالو او ښی اړخو يهودانو د بيت المقدس په خیتځ کې د عربانو په ګڼ مېشته سيمه کې مارش وکړ. دې مارش فلسطيني عربان يو ځل بيا سخت وپارول.

اسرائيل په ۱۹۶۷م کال کې د منځني ختیځ د جګړې پر وخت د بيت القمدس لويدیځه برخه ونيوله او د همدې په ياد یې دا مارش ترسره کړ.

په دې ترڅ کې ځوانانو د عربانو ضد شعارونه ورکړل چې دا کار د اسرائيل د حکومت له خوا وغندل شو.

د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير يايير لپيد وويل چې هغه کسان چې نژاد پرستانه نعرې وهي «هغوی د اسرائيل د بدنامولو باعث ګرځي.»

نوموړي د تويتر له لارې وويل: «حقيقت دا دی چې دلته داسې افراطيان هم شته چې د هغوی د اسرائيل بيرغ د کرکې او توکم پالنې استازيتوب کوي چې دا یو ناوړه عمل دی چې د بخښې وړ نه دی.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP)