1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل: د نتنياهو د واک پای؛ نيفتالي بينيټ نوی صدارعظم شو

۱۴۰۰ خرداد ۲۴, دوشنبه

د اسرائيل پارلمان د اتو ګوندونو ائتلافي حکومت منلی دی چې له همدې سره د صدرعظم بنيامن نتنياهو د واک دولس کلنه دوره پای ته ورسېده. نيفتالي بينيټ د نوي صدراعظم په توګه دنده پېل کړه

https://p.dw.com/p/3urM9
Israel Naftali Bennett Politiker
انځور: Menahem Kahana/AFP/Getty Images

بنيامن نتنياهو د اسرائيل هغه لومړی وزیر دی چې تر ټولو زياته موده یې د حکومت چارې پرمخ وړي دي. هغه پرله پسې دولس کاله د اسرائيل صدراعظم وو.

د نتنياهو مخالفين د اتو ګوندونو له جوړ ائتلاف سره د حکومت په جوړولو بريالی شول. په دې سياسي ائتلاف کې له ښی اړخو نيولو تر کيڼ اړخو پورې شامل دي او په لومړي ځل يو عربي ګوند هم په حکومت کې شريک دی.

د يکشنبې په ورځ (د جون ۱۳مه نيټه) د پارلمان څخه د باور د رای اخيستو پر وخت نوی ائتلاف په دېر لږ اکثريت سره بريالی شو. د پارلمان د ۱۲۰ غړيو څخه ۶۰ تر تودو بحثونو وروسته د اته ګوندي ائتلاف په حق کې رای ورکړه. د پارلمان ۵۹ غړيو د دې ائتلاف مخالفت وکړ او يو تن بې طرفه پاته شو.

د نوی حکومت د مشر په توګه له نيفتالي بينيټ څخه د ښی اړخه افراطي «جامينا» په نوم ګوند هم دفاع وکړه چې د نتنياهو په حکومت کې یې يو شمیر وزارتونه پرمخ وړل. د ائتلافي تړون پر اساس ۴۹ کلن بينیټ د ۲۰۲۳م کال تر اګست مياشتې پورې بايد په واک کې پاته شي.

تر دې وروسته به واک د دوو کلونو له پاره د يش آييد په نامه ګوند مشر يايير لپيد ته وسپارل شي. ۵۷ کلن لپيد ته لومړی د پارلمان له خوا هغه وخت د حکومت جوړولو دنده وسپارل شوه چې بنيامين نتنياهو پرې ونه توانيد خو نوموړي بينيټ ته لومړی د حکومتي چارو د پر مخ وړولو بلنه ورکړه.

له ایران سره د اتومي تړون مخالفت

د لومړي وزير په توګه د بينيټ د لومړۍ وينا پر ترڅ کې هغه د نتنياهو د پلويانو له خوا په څو ځلي اخلال شو. بينيټ له ايران سره د نړيوال اتومي تړون د بيرته عملي کولو مخالف وکړ.

نوموړي په غزې تراډه کې حاکم ګوند حماس ته هم په اسرائيل کې له نويو بريدونو څخه خبرداری ورکړ.

Israel Knesset | Netanjahu
بنيامين نتنياهو دولس کاله د اسرائيلو لومړی وزير ووانځور: Ronen Zvulun/REUTERS

نوموړي همدا راز وويل چې اسرائيل به د هغه په مشرتوب کې له نورو عربي هيوادونو سره د اړيکو د ښه کولو هڅه وکړي. حماس په دې منځ کې د اسرائيل پر ضد د وسله والې جګړې د پر مخ وړولو اعلان کړی.

د نړيوالو مشرانو غبرګون

د نړۍ يو شمیر مشرانو د اسرائيل نوی صدراعظم ته مبارکي ويلې ده.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن ويلي: «زه صدراعظم نيفتالي بينیټ، متبادل صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير يايير لپيد او اسرائيلو د کابينې نورو غړيو ته مبارکي وايم.» هغه زياته کړه: «زه غواړم چې د لومړي وزير بينيټ سره په ګډه د دواړو هيوادونو ترمنځ په ټولو برخو کې د اړيکو د لا ژورولو له پاره کار وکړم. امريکا تر اسرائيلو ښه ملګری نه شي موندلی.»

د نتانیاهو مخالفان په ائتلاف جوړولو بريالي سول

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل هم وويل: «آلمان او اسرائيل ځانګړې دوستانه اړيکي لري او موږ غواړو چې دا اړيکي نورې هم پياوړي شي.» هغې زياته کړه چې په دې موخه نوي لومړي وزير سره همکارۍ ته ليواله ده.

د اروپايي اتحادیې د کمېسيون مشر هم نیفتالي بينيټ ته مبارکی ويلي او په سيمه کې د ثبات ټينګولو په موخه یې د اسرائيلو او اروپايي ټولنې د اړيکو پر پياوړي کولو ټینګار کړی دی.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: