1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل: د ایران پر وړاندې د نظامي اقدام وخت را رسیدلی دی

۱۴۰۰ مرداد ۱۵, جمعه

پر اسرائیلي بیړۍ د بی پيلوټه الوتکې تر برید وروسته د اسرائیلو د دفاع وزیر بني ګانتس، ویلي چې هیواد یې پر ایران حملې کولو ته تیار دی. هغه زیاته کړې چې د دې وخت را رسیدلی دی چې د ایران ګواښ له نړیوال غبرګون سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/3ycvd
Israel Verteidigungsminister Benny Gantz
انځور: Jack Guez/AFP

اسرائیل له امریکا او بریتانیې سره یوځای، ایران پر «مرسر ستریت» ټانکر د برید او د دغې کښتۍ د دوو خدمو(د کښتۍ پرسونل) د وژلو مسئول بولي. د اسرائیل د دفاع وزیر بني ګانتس، له «بنت» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «مونږ په داسې شیبه کې یو چې باید د ایران پر وړاندې نظامي اقدام ترسره کړو. نړۍ باید اوس د ایران پر وړاندې اقدام وکړي.»

د اسرائیل د دفاع وزیر زیاته کړه چې هیواد یې پر ایران برید ته چمتو دی او د دې وخت را رسیدلی دی چې د ایران ګواښونه د نړیوالې ټولنې له غبرګون سره مخامخ شي.

ګانتس یو ورځ مخکې ویلي وو چې ایران د اټومي موافقې ټول اصول نقض کړي دي، خو جو بایډن غواړي دغه موافقه بیرته را ژوندۍ کړي.

د «مرسر ستریت» پر اسرائیلي کښتۍ د ډرون په برید کې د دغې تیل لیږدونکې تجارتي کښتۍ د پرسونل یو تن بریتانوی او یو تن رومانوي غړي وژل شوي ول.

دواړو هیوادونو د دې برید په اړه د توضیحاتو په خاطر د ایران سفیران ور بللي وو. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تکرار سره په دغه برید کې لاس درلودل رد کړي دي او دا یې «تحریک کوونکي او بی سنده تورونه» بللي دي.

تر بني ګانتس، مخکې د اسرائیلو لومړي وزیر د ایران په مخاطب کولو سره ویلي وو: «په ټول منځني ختیځ کې د اور لګولو او په تهران کې په بی غمه زړه کښيناستلو دوران پای ته رسیدلی دی.» نفتالي بنیت زیاته کړې وه چې اسرائیل د ایران پر وړاندې د غبرګون په خاطر د نړیوالې ټولنې د ملاتړ جلبولو په حال کې دی، خو په دې هم پوهیږي چې څنګه په یوازیتوب سره اقدام وکړي.

له «ینت» ورځپاڼې سره د بني ګانتس مرکه د پنجشنبې (د اګست میاشتې ۵ نیټه) په ورځ خپره شوې ده. یو ورځ مخکې تر دې د اسرائیل د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په خپله ګډه بیانیه کې ویلي وو چې دغه هیواد د خپل ملي حاکمیت او خپلو اتباعو پر وړاندې د برید په مقابل کې د هر ډول مستقل اقدام حق د ځان له پاره محفوظ ګڼي.

په دې بیانیه کې راغلي و چې اسرائیل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۵ غړو هیوادونو څخه غوښتي دي چې ایران ته دې د خپل خسمانه چلند پاره حدود وټاکي.

پر نفت لیږدونکو بیړیو بریدونه او د فارس خلیج او عمان سمندر په مسیر کې نا امنۍ په ۲۰۱۸م کال کې له اټومي موافقې څخه د امریکا تر وتلو وروسته په پرله پسې ډول زیات شوي دي. ایران هم ادعا کوي چې اسرائیلو په تیرو دوو کلونو کې لږ تر لږه پر ۱۱ ایراني بیړیو برید کړی دی.

دویچه ویله فارسي: ش.ن/ب. ص