1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د امامانو د روزني د «اسلامي کالج» پرانیستل

۱۴۰۰ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د آلمان سیاستوالو له کلونو راهیسي ټينګار کاوه چې مسجدونو ته دي په دغه هیواد کې په آلماني ژبه امامان و روزل سي. د دې کار اساسي هدف، د اسلامپاله ترهگرۍ له نفوذ سره مبارزه او له بهرنۍ سیاسي اغېزې څخه د مسجدونو خلاصون دی.

https://p.dw.com/p/3v2VZ
Deutschland Islamkolleg Symbolbild
انځور: Metodi Popow/imago images

د اندر چتین په نظر د مسجد د امامانو د زده کړو نوښت «یو پرځای گام او سم مسیر » دی. دغه  ۴۵ کلن چي په برلین کي په یوه ترکۍ مهاجره کورنۍ کي زیږیدلی او هلته لوی سوی، د «اسلامي کالج» لومړنی محصل دی چي د سې شنبې په ورځ یې د پرانيستلو جشن وو.

چتین چي مخکي له هغه د مسجد د امام په توګه فعال وو، په ډیري خوشالۍ سره د زده کړو د نوي پروگرام په هکله دویچه ویله ته وویل چي »یوازي دغه فکر چي په آلمان کي دي داسي څه رامنځته سي چي هلته امامان زده کړي ترلاسه کړي او خپل راتلونکي ته به یو پرانیستی لیرلید ولري« هغه خوشحاله کوي.

زیهوفر ددغي پروژې هرکلی وکړ

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر چي د آلمان د حکومت په چوکاټ کي د دیني چارو مسؤلیت هم پر غاړه لري، د ۲۰۲۰م کال په نوامبر مياشت کي په «اسلامي کنفرانس» کي ددغي پروژې د اهمیت په هکله خبري کړي وې. نوموړي هغه وخت ویلي ول چي ددغه بڼسټ رامنځته کول د آلمان د مسلمانانو له پاره یو ښه خبر دی.

Deutschland | Neues Islamkolleg | Imam Ender Cetin
اندر چتین، په آلمان کي د اسلامي کالج لومړنی محصل انځور: Tessa Walter/DW

هغه زیاته کړې وه چي په دغه کالج کي د مختلفو درسي پروگرامونو په نظر کي نیولو سره، ډاډه دی چي په آلمان کي به د اوس په پرتله په راتلونکي کي ډیر زیات «اسلامي کلتور» د هغو مسلمانانو د ژوند له واقعیتونو سره سمون پیدا کړي چي په دغه هیواد کي ژوند کوي«. هدف دادی چي له بهر څخه په اصطلاح «وارداتي اسلام»څخه مخنیوی وسي. په آلمان کي د دیتیب په نامه د ترکي ـ اسلامي مسجدونو ټولنه زیاتره وخت د ترکیې د حکومت تر نفوذ لاندي ده.

په دغه پروژه کي د جرمني د اوسنا بروک پوهنتون اسلامپوهان مهم نقش لري. په دغه پوهنتون کي له کلونو راهیسي د اسلامي زده کړو بڼسټ ایښودل سوی او په خټه بوسنیايي-آلماني امامان پکښي نقش لري.

هغه اسلامي ټولني چي د مسجدونو د امامانو د روزلو په پروژه کي گډون لري، وايي چي په ټول آلمان کي له ۲۵۰۰ څخه تر ۵۰۰ مسجدونه پوري تر خپل پوښښ لاندي لري. خو د په خټه بوسنيايي ـ آلماني مسلمانانو مسجدونه د بوسنیا تر اغیز لاندي نه دي. هر هغه څوک چي د بوسنيايي- آلماني مسلمانانو  مسجدونو ته ورسي دغي موضوع ته متوجه کیږي، ځکه هلته دیني موعظې په آلماني ژبه ترسره کیږي.

په آلماني ژبي تدریس

د اسلامي کالج د رپوټ له مخي، د زده کړي د لومړۍ دورې له پاره ۲۵ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي. ۲۵ نورو نارینه او ښځو د پرمختللو روزنيزو کورسونو له پاره خپل نومونه ورکړي دي.

Deutschland | Präsentation Neues Islamkolleg | Bülent Ucar und Esnaf Begic
ښي اړخ ته : د اسلامي علومو بوسنيايي الاصله عالم، بگیچ او کیڼ اړخ ته د اوسنابروک په پوهنتون کي د اسلامي الهیاتو پروفیسر،اوچارانځور: Christoph Strack/DW

آلماني ژبه په دغو زده کړو کي ځانگړې اهمیت لري. محصلینو ته په آلمان کي یوازي په آلماني ژبه درس ورکول کیږي او ټینگار د اسلامي زده کړو پر اکاډمیکو برخو باندي دی. هغو کسانو چي مخکي له دې د اسلامي الهیاتو په څانگه کي تحصیل کړی، کولای سي په دغه آموزشي پروگرام کي د گډون له لاري د مسجد د امام په توگه او همدارنگه دیني روحي مراقبتونو ته آماده سي.

په آلمان کي د سیاسي مسؤلینو له پاره دامهمه ده چي »اسلامي کالج« خپل مالي ملاتړ د آلمان د کورنیو چارو وزارت او نیدرزاکسن ایالات له خوا ترلاسه کړي.

د اسلامي علومو بوسنيايي الاصله عالم، انصاف بگیچ او د اوسنابروک په پوهنتون کي د اسلامي الهیاتو پروفیسر، بولنگ اوچار ددغه اسلامي کالج د مسؤلینو په توگه د نوموړي روزنيز مرکز د جوړیدو طرحه د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر مياشت کي معرفي کړه. نوموړو کسانو په هغه وخت کي هیله مندي وښودله چي د ۲۰۲۱م کال په پیل کي به دغه کالج په درسونو پیل وکړي.

خو د کرونا پاندیمي له امله د دغي پروژې د پیل کیدو کار د مارچ میاشتي او پس له هغه د جون میاشتي ته وځنډید. بلاخره د سه شنبه په ورځ د زده کړي دغه مرکز پرانیستل سو.

د محصلینو رنگارنگي

پروفیسر اوچار ویلي دي چي ددغه کالج د روزنيزي دورې لومړني گډون کوونکي په اسلامي ټولنو پوري د اړیکو او قومي منشأ له پلوه له پراخي تنوع څخه برخمن دي. هغه دویچه ویله ته وویل: «موږ  په خپله روزنيزه دوره کي په خټه ترکي، عرب، بوسنیايي مسلمانان او حتی هغه کسان چي د اسلام دین یې منلی، لرو» هغه زیاته کړې چي ددغو محصلینو ۲۰ سلنه ښځي دي.

د آلمان پخواني ولسمشر کریستیان وولف هم ددغه مرکز د پرانیستلو په مراسمو کی گډون کړی وو. هغه د آلمان د مسلمانانو سره د ډیالوگ په ډیرو برخو کي مهم نقش لري. نوموړي د خپلي ولسمشرۍ د دورې پر وخت یوه مهمه جمله ویلې وه چي «اسلام هم په آلمان پوري اړه لري».

GP/NZ/DW.Online