1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني طالبانو د بریدو د مخنيوي له پاره د اسلام آباد هڅي

۱۴۰۰ آبان ۲۴, دوشنبه

واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې پاکستاني طالبانو هم د پولې بلې غاړې ته خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. په اسلام آباد کې حکومت په دې وروستيو کې له دغې ډلې سره د سولې يوه تړون ته د رسيدو له پاره خپلې هلې ځلې کړندۍ کړي دي.

https://p.dw.com/p/42zyn
Entführung Taliban Pakistan
انځور: DW/Adnan Gran

د کارپوهانو په حواله د پاکستان په وروسته پاتې قبايلي سيمو کې فعاله د پاکستان تحريک طالبان ډله، له افغانستان څخه د طالبانو له خوا د امريکايي ځواکونو تر شړلو وروسته ډېره زړوره شوې ده.

د تحريک طالبان پاکستان ډله چې د افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، په ۲۰۰۷م کال کې له جوړيدو راهيسې یې په پاکستان کې بې شمیره خونړي بريدونه کړي دي او د تښتونې په يو شمير قضیو کې یې هم لاس لرلی دی. دې ډلې د ځينو سرحدي سيمو کنترول هم په خپل لاس کې اخيستې وو او هلته یې شریعي نظام پلي کړی وو.

د همدې ډلې يوه جنګيالي په سوات کې د ښوونځي پر يوې زده کوونکې ملالې يوسفزۍ چې بيا وروسته یې د نوبل جایزه ترلاسه کړه، ډزې کړې وې او هغه یې سخته ټپي کړې وه. دغه ډله د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظېر بهوټو په وژنه کې هم په لاس درلودو تورنه ده.

خو په ۲۰۱۴م کال په پيښور کې پر يوه پوځي ښوونځي بريد چې کابو ۱۵۰ ماشومان پکې ووژل شول، هغه څه وو چې د دې ډلې پر ضد پوځي عملياتو ته لاره هواره کړه او د دې ډلې جنګيالي یې په افغانستان کې پناه اخیستو ته مجبور کړل.

د پاکستاني طالبانو بيرته قوي کیدل

خو اوس کابو يوه لسیزه وروسته او په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې پاکستان د تحريک طالبان ډلې د بيرته قوي کيدو د مخنيوي هڅه کوي. د دغه وسله والې ډلې يوه جنګيالي چې د نوم نه ښوولو په شرط یې د فرانسې خبري آژانس سره خبرې کولې، وويل: «د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته [د تحريک طالبانو پاکستان ډلې جنګيالي] ځان ډېر راحت احساسوي. هغوی اوس په افغانستان کې په آزاده توګه حرکت کولی شي.»

دغه جنګيالي زياته کړې: «هغوی د امريکا د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو ويره نوره نه لري او په آسانۍ له يو بل سره کتلي او تماس نيولی شي.»

د تحريک طالبان پاکستان ډلې په اګست میاشت کې د ۳۲، په سپتمبر کې د ۳۷ او په اکتوبر میاشت کې د ۲۴ بريدونو پړه منلې ده. د دوی د خپلو معلوماتو په حواله دا په تېرو پنځوو کلونو کې په يوه میاشت کې د بريدونو لوړ شمير دی.

په ټول ۲۰۲۰م کال کې کله چې امريکا له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو هوکړه وکړه، دې ډلې د ۱۴۹ بريدونو د ترسره کولو ادعا کړې وه چې دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله درې چنده ډېر وو.

د دې ډلې له خوا له نوي سره د باور ترلاسه کول هغه وخت په ښه شان سره راڅرګند شول چې مشر یې نور ولي محسود ځان راښکاره کړ او له خلکو سره د روغبړ او خبرو په حال کې وليدل شو، هغه څه چې تر يو څو میاشتو مخکې پورې د تصور وړ نه ول.

د ۲۰۲۰م کال له جولای میاشتې راهيسې يو شمیر کوچنيو وسله والو ډلو هم د نوموړي مشرتوب منلی دی.

د تحريک طالبان ډلې له داعش څخه د ځان د جلا ښوولو او د خپل ښه انځور د وړاندې کولو په هڅه کې محسود يو نوی لوري خپل کړی دی او د ملکي وګړو د ساتنې او يوازې پر پوځيانو او د عامه نظم پر سانونکو یې د بريد لارښوونه کړې ده. همدا علت دی چې وروستي بريدونه یې د ماضي په څېر خونړي نه وو چې په ټول هېواد کې یې ويره او ترهه خپره کړې وه.

د پاکستان حکومت د تحريک طالبان د ګواښ له منځه وړولو له پاره له هغوی سره جوړ جاړی د خپلې تګلارې برخه ګرځولی دی. لومړی وزیر عمران خان چې د حکومت نيمايي دوره یې تېره ده، د پاکستان د محافظه پاله قشر او ډلو د ملاتړ ترلاسه کولو ته ليوال دی او د طالبانو د ډلې په څېر ډلو سره به یې نزدې والې که پوځ په غوسه هم کړي خو د ليرې پرتو سيمو اوسيدونکو يو څه ملاتړ به ترلاسه کړي.

Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

عمران خان په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان د نويو واکمنانو په منځګړيتوب یې حکومت د پاکستاني طالبانو سره په خبرو بوخت دی. دواړو خواو د ډسمبر تر ۹ نېټې پوري اوربند اعلان کړ او د سولې پر يوه تړون کار روان دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري، په دې اړه وويل: «هغه خلک چې غواړي بيرته راستانه شي او زموږ اساسي قانون ته درناوی لري، موږ به هغوی ته دويم چانس ورکړو.»

د سولې تړون شرطونه؟

تر اوسه يوه اړخ هم د خبرو اترو د مهمو ټکو په اړه جزيات نه دي په ډاګه کړي. د فرانسې خبري آژانس له يوې سرچينې څخه دا خبر ترلاسه کړی چې د پاکستاني طالبانو د سلو جنګيالو آزادول پر اوربند د سلا کیدو اساسي شرط وو.

همدا راز به د دغي ډلې جنګيالي دا هم غواړي چې له خپلو پټنځايونو را وځي او بيرته قبايلي سيمو ته ستانه شي. خو د قومي مشرانو له ملاتړ پرته به چې يو شمير یې په دې وروستيو کې د بریدونو ښکار شوي، هر ډول تړون هیڅ معنا و نه لري.

په پېښور کې د پادشاه په نوم يوه قومي مشر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «پرته له وسلو به د هغوی له پاره بيرته راتګ ډېر ستونزمن وي، ځکه چې دلته دښمنان لري، هغوی دلته خلک وژلي دي.» نوموړي زياته کړه: «خلک له طالبانو کرکه لري خو که دا د ستونزې حل وي نو هغوی به چمتو وي چې په نه زړه یې ومني.»

د فواد چوهدري په خبره به ترهګرۍ ځپلې هم ښايي په دې خبرو اترو کې شامل کړل شي.

د پاکستاني طالبانو ډله چې له څو څانګو جوړه ده او ځيني یې د القاعدې شبکې سره هم اړيکي لري، د افغان طالبانو څخه يوه جلا ډله ده.

د پاکستان چارواکو د اټکلونو پر اساس دې ډلې چې يو وخت یې کابو ۲۰ زره جنګيالي لرل، دمګړۍ له ۴۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې جنګيالي لري او مخکښ مشرتابه یې د ۲۰۱۴م کال بې پېلوټه الوتکې په بريدونو کې له منځه تللي دي.

يوه پاکستان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، وويل چې «تحريک طالبان پاکستان اوس هغه ډله نه ده چې اته کاله تر مخه وه.» هغه وويل چې اوسني مذاکرات د ځوانو جنګيالو او «د دريمې درجې له مشرانو» سره ترسره کيږي.

د محسودو يوه قومي مشر د طالبانو د حضور په اړه وويل چې جنګيالي یې په ښکاره نه راڅرګندیږي خو «خلک یې حضور احساسوي، په ځانګړي توګه د شپې.» هغه وويل چې د تحريک طالبان په دودیز او مذهبي مرکز جنوبي وزيرستان کې «خلک له افغان طالبانو سره مينه لري، ځکه هغوی چې څه کوي د اسلام په نوم یې کوي.»

خو ډېر وګړي ويره لري چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې له راستنېدو سره به د تاوتريخوالي يوه نوې لړۍ پېل شي.

ب. ص/ ن. ز (afp)