1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني د ادیانو استازي عراق ته د پاپ سفر تاریخي بللی

۱۳۹۹ اسفند ۱۳, چهارشنبه

د جرمني د حکومت د ادیانو نماینده د مارچ مياشتي له ۵ څخه تر ۸ مي پوري عراق ته د پاپ فرانسيسکو سفر یوه تاریخي پيښه بللې ده. په خبره یې په دغه څو کلتوري او څواتنیکي هیواد کي سوله ایز کار ډیر مهم دی.

https://p.dw.com/p/3qA1U
Vatikan Papst Franziskus mit Kindern
انځور: picture-alliance/dpa/S. Spaziani

په ټوله نړۍ کي د ادیانو د ازادۍ له پاره د جرمني د حکومت د ادیانو نماینده، مارکوس ګروبل په برلين وویل چي عراق ته د یوه پاپ په لومړي سفر سره هغه د عراق عیسویانو ته یوه امیدواري ورکوي او له دغه هیواد سره د عیسویانو پر تاریخي ارتباط باندي ټینګار ښکاره کول هم دي.

د پاپ دغه سفر ددې امکانات هم رامنځته کوي چي د دغه هیواد د عیسویانو او نورو اقلیتونو خراب حالت ته توجه وسي. فرانسيسکو د عراق د ټولو مذهبي او دیني فرقو تر منځ پر ګډ کار باندي ټينگار کړی دی.

د ګروبل په خبره دغه «څو مذهبي او اتنیکي هیواد ته د پاپ سفر د اتنیکي او مذهبي سرحدونو د نه په نظر کي نیولو سره په خلګو کي د سوله ایز ګډ کار شعور لوړوي.»

Deutschland Bericht zur weltweiter Religionsfreiheit
جرمني د حکومت د ادیانو نماینده، مارکوس ګروبلانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture-alliance

هغه همدارنګه وویل، چي د داعش د واکمنۍ تر ختمیدو وروسته بیا هم تر اوسه پوري «د ډیرو مذهبي اقلیتونو پیروان، د هغې جملې څخه عیسویان او یزیدیان خپل اصلي ټاټوبي، عراق ته نه دي تللي.»

ګروبل اضافه کوي چي خصوصأ د نینوا په دښتونو کي، کوم چي د ډیرو مذهبي اقلیتونو تاریخي ټاټوبی دی، خلګ اوس هم د تعصب او تشدد څخه کړیږي. هلته امنیت او همدارنګه د تعلیم او کار پیداکولو امکانات په ډیر تدریج سره بیرته مساعد کیږي.

ګروبل ټینګار وکړ چي د پاپ او لوی ایالت الله علي ال سیستاني تر منځ لیدنه کتنه د عیسویانو او شعیه مسلمانانو تر منځ د ډیالوګ یو مهم زیګنال هم دی.

د داعش د واکمنۍ پر وخت د ادیانو ترمنځ او پخپله په مذهبي فرقو کي دننه اعتماد ډیر خراب سوی وو. او د پاپ او ال سیستاني تر منځ ملاقات کیدای سي د دې سبب سي چي دغه اعتماد بیرته رامنځته سي.