1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کي د همجنس بازانو تریخ ژوند

۱۳۹۹ اسفند ۷, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو یو تازه رپوټ ښيي چي په ایران کي همجنس بازان یوازي د جبر منلو په صورت کي کولای سي خپل جنسي هویت څرگند کړي. خو د سیاسي پناهندګۍ د منلو په اړه د هغوی هیله موجوده ده.

https://p.dw.com/p/3ptHg
Schweiz Gay Pride
انځور: Manuel Lopez/dpa/picture alliance

امنیتي مامورین د سهند کورته ورغلي، د هغه ټول شخصي وسایل او کمپیوټر یې تلاشي کړی تر څو د هغه په اپارتمان کي ددغه «ناوړه عمل» د کولو په اړه شواهد پیدا کړي. د دویچه ویله خبریال، کرستین کنیپ چي له سهند سره مرکه کړې، په خپل رپوټ کي لیکي چي مامورینو سهند له دې کبله ونیو چي د ایران د اسلامي جمهوریت له مقرراتو او قوانینو څخه یې سرغړونه کړې وه. د سهند یوه ملګري هغه د یوه بل نارینه سره د خوب په چپرکټ کي لیدلی وو.

سهند له دویچه ویلي سره په مرکه کي وايي: «ډیر وحشتناکه حالت وو، په دغه وخت کي مي پلار هم راورسید. هغه په قهر سره وویل، زما ژوند دي رابرباد کړ، نور نه غواړم ستا سره کار ولرم، نه غواړم نور دي ووینم.»

سهند نور نه سوای کولای خپل په هیواد کي ژوند پر مخ بوزي او د پوهنتون له خوا، اروپاته د یوه لنډ سفر تر امکان وروسته یې هلته د پناه غوښتني عریضه وړاندي کړه. اوس یو کال کیږي چي په آلمان کي ژوند کوي او د سیاسي پناهندګۍ په اړه د مثبت جواب په هیله دی.

د جنسي اقلیتونو د ځوروني په هکله د ملګرو ملتو رپوټ

هغه څه چي له سهند سره مرسته کولای سي، په ایران کي د بشري حقونو د حالت په هکله د ملګرو ملتو د خاص استازي، احمد شهید وروستی رپوټ دی. احمد شهید په خپل رپوټ کي په ایران کي د همجنس بازانو او نرښځیانو د وضعیت په هکله لیکلي چي هغوی له سخت تبعیض او بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخامخ دي. حکومتي چارواکي هغوی ته په ډیرو بدو الفاظو لکه «پستو او ناروغو انسانانو» خطاب کوي.

همجنس بازان کیدای سي په سخت حالت کي د اعدام په سزا هم محکوم سي. د یو بل د مچولو او لمس کولو په صورت کي د دُرو وهل ورته په نظر کي نیول سوي. د کرستین په خبره په عمومي صورت همجنس بازان او نرښځیان تل له زوروني او شکنجې سره مخامخ دي. هغوی د عدالت غوښتني له حقوقو څخه محروم کیږي. دا په داسي حال کي ده چي د احمد شهید په رپوټ کي راغلي چي د آلمان حکومت نرښځیان په رسمیت پیژني.

Iran LGBT l Rally in Teheran
انځور: Amin Monfared/ZUMA Wire/picture alliance

په آلمان کی د پناه غوښتنه

په آلمان کي د همجنس بازانو له اتحادیې څخه، پاتریک دور له دویچه ویلي سره په مرکه کي وویل چي «هغه او همکارانو یې تل ددغي ډلي په وړاندي د ایران د حکومت له خوا د سرکوبه کولو په هکله ډیر څه اوریدلي دي. د هغه په خبره د ایران حکومت همجنس بازه ښځي او نارینه په سیستماتیک ډول دې ته مجبوروي چي د عملیات له لاري خپل جنسیت ته بدلون ورکړي. چي دا کار هغوی له رواني مشکلاتو سره مخامخ کوي.

د مثال په ډول نارینه، همجنس بازان جراحي عملیاتو ته مجبوروي او یا هم ورته هورمونونه ورکوي، دا ځکه چي فکر کوي، هغوی په حقیقت کي ښځي دي.»

سهند په ټولنه کي د همجنس بازانو پر وړاندي بې احترامي ته اشاره کوي. هغه ته د رواني درملني په اړه تر څو جلسو وروسته وویل سول چي د هغه تمایل د همجنسو کسانو خواته دی او دی باید هغه ومني، دا یوازینۍ لار ده چي کولای سي هغه خوشحاله وساتي. سهند وايي: »ما دا کار وکړ خو ډیره راته سخته وه. پس له هغه مي پلار راسره خبري نه دي کړي، یوازي له دوو خویندو سره ارتباط لرم او د هغوی له لاري می له مور سره هم یو څه اړیکي ساتلي دي.«