1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ایران: نیمايي نفوس مو د کرونا پر ضد واکسین کړی

۱۴۰۰ آبان ۳۰, یکشنبه

ایراني چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې د خپل ټول نفوس نیمايي برخه یعنې شاوخوا ۴۴ میلیونه کسان د کرونا پر ضد واکسین کړي دي. تر دې وړاندې د منځني ختیځ د هیوادونو په ډله کې ایران تر نورو سخت کرونا ځپلی وو.

https://p.dw.com/p/43Iyv
Iran Coronavirus Impfkampagne Schüler Schülerinnen
انځور: Fatemeh Bahrami/AA/picture alliance

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د نومبر میاشتې پر ۲۰مه) ایراني چارواکو وویل چې د خپل ټول شاوخوا ۸۵ میلیونه نفوس له ډلې یې شاوخوا ۴۴ میلیونه ایرانیان یعنې د نفوس نیمايي برخه یې د کرونا وبا پر ضد واکسین کړي دي. ایران د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په تیرو کلونو کې کرونا سخت ځپلی وو.

د ایران د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د دې هیواد شاوخوا ۴۴ میلیونه کسانو د کرونا دواړه واکسینونه ترلاسه کړي دي. ایران د وبا له پیل راهیسې د کرونا له کبله شاوخوا ۱۲۸ زره مرګونه ثبت کړي خو دقیقې شمیرې ښايي تر دې هم لوړې وي. د دغه وزارت چارواکو ویلي چې کرونا په ایران کې یو ځل بیا په ډیریدو ده او دا چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ۳۵۰۰ تازه مثبتې پیښې او ۱۱۸ د مرګ پیښې ثبت شوي دي.

د ایران حکومت وايې چې په تیرو څو میاشتو کې د کرونا له کبله ورځني مرګونه ورځ تر بلې د کمیدو په حال کې دی او ایراني کارپوهان د دغه کار دلیل د کرونا د واکسین تطبیق په ګوته کوي. په دې وروستیو کې د تیرې اګست میاشتې پر ۲۴مه نیټه په ایران کې د  کرونا وبا له کبله تر ټولو ډیر مرګونه یعنې ۷۰۹ د مرګ پیښې ثبت کړې وې.

Iran Teheran | Coroavirusimpfstoff "COVIran Barekat"
انځور: Iranian Supreme Leader'S Office/ZUMA Wire/picture alliance

ایراني چارواکي په ورته وخت کې خبرداری ورکوي چې د هوا په سړیدو سره به په راتلونکو اونیو کې به د کرونا لا ډیرې مثبتې پیښې ثبت شي. په ایران کې د دغه هیواد د ټولو نفوس نیږدې نیمايي برخه د کرونا اړوند طبي مقررات عملي کوي او په عامه ځایونو کې ماسک کاروي او فاصله مراعتوي.

په عین وخت کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د همدې شنبې په ورځ پر ایرانیانو باندې د کرونا له کبله د شپې د ۹ بجو نه د سهار تر ۴ بجو پورې په شخصي موټرو کې د سفر کولو بندیز هم لیرې کړ.

په ایران کې تر ډیره پورې په چین کې جوړ د کرونا ضد سینوفارم واکسین تطبیقیږي او د دې سربیره په دغه خلیجي هیواد کې د روسیې جوړ سپوتنیک ۵ او د بریتانیا او سویډن ګډ جوړ شوی استرازینیکا واکسین هم تطبیقیږي. په عین وخت کې د همدې روان میلادي کال په جون میاشت کې د کو ایران برکت په نامه د ایران خپل جوړ کړی د کرونا ضد واکسین هم پر خلکو تطبیق شوی دی.

Ali Khamnei, iranische Revolutionsführer
انځور: khamenei.ir

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه ایي چې تر دې وړاندې یې د بهرنیو هیوادونو پر واکسینونو باندې انتقاد کړی وو، په یوه تلویزیوني خپرونه کې د ایران له لوري جوړ شوی د کرونا واکسین یې پر خپل ځان تطبیق کړ او له ایرانیانو یې هم وغوښتل چې د ده په څیر ایراني واکسین وکړي.

ایران داسې مهال د کرونا پر ضد د خپل ټول نفوس د نیمايي برخې د واکسین کولو خبر ورکوي چې اوسمهال اروپا د کرونا له کبله سخته ځپل شوې او په دې لویه وچه کې د کرونا مثبتې پیښې د پام وړ لوړې شوي دي. د اروپايي هیوادونو له ډلې آلمان هم د هغو  هیوادونو په جمله کې دی چې د هرې ورځې په تیریدو سره د کرونا لا ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي چې له کبله یې دغه هیواد د کرونا اړوند یو لړ محدودیتونه یو ځل بیا وضع کړي دي. سربیره پر دې، آلمان پریکړه کړې چې د  کرونا وبا د کنترول له پاره به د کرونا دریم واکسین هم پر خلکو تطبیق کړي.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.