1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د جرمني داخله وزیر پر واکسین سربیره کرونا سوی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير زې هوفر اوس په کور کي قرانطین دی، د کابینې په تیرو جلسو کي یې هم برخه اخیستې وه. زې هوفر په اپریل میاشت کي د کرونا واکسین لګولی وو.

https://p.dw.com/p/3tEER
Deutschland Bundesinnenminister Horst Seehofer
انځور: John Macdougall/dpa/picture alliance

د جرمني د کورنيو چارو وزير ۷۱ کلن زې هوفر د پانډمۍ له پيل څخه ډیر احتیاط کاوه چي په کرونا اخته نه سي او يوه مياشت مخکي يې واکسين هم لگولی وو، خو اوس يې تيست مثبت ښوول سوی دی.

د زې هوفر ویاند شټپف الټر د دوشنبې په ماښام خبر ورکړ چي د وزير معمولي تيست مثبت ښوول سوی دی او اوس د مریضۍ علایم نه لري.

د «بیلډ» المانۍ ورځپاڼي د اپریل میاشتي په سر کي رپوټ ورکړی وو چي هغه د روغتیا د وزیر، یېنس شپان هغه غوښتنه رد کړې وه چي د استرازنیکا واکسین ولګوي. زې هوفر بیلډ ته ویلي وه، چي «زه نه غواړم، څوک هدایت راته وکړي.»

خو په اجتماعي رسنیو کي پر ده باندي له دې کبله انتقادونه وسول. ځکه چي د کابینې نورو غړو هم استرازنیکا واکسین اخیستی وو. خو هغه ویلي وه چي «هر یو کولای سي د هر واکسین په باب خپل نظر ولري. زه کله چي پخوا د صحت عامې وزیر وم، له هغه راهیسي له دواوو سره د اطمیاني برخورد په دلیل یو مشخص دریځ لرم او دا تر نن ورځي پوري هم لرم.»