1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا شتمن کسان تر نورو «ځیرک» دي؟

۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

آیا یو څوک چې ډېرې پیسې ولري، په هماغه اندازه هوښیار یا ځیرک هم دی؟ د یوې نوې څېړنې پربنسټ دا ادعا تر یوه بریده سمه ده. خو تر هغې وروسته چانس او شخصي اړیکې د کلنيو عوایدو لپاره ټاکونکې دي، نه متفکر مغزونه.

https://p.dw.com/p/4NyFa
د ډالرو او یورو بانکنوټونه
د ډالرو او یورو بانکنوټونهانځور: Mykola Tys/picture alliance

کله چې د دې مقالې تر لوستلو وروسته یوه کس ته پام وکړئ چې کلني عواید یې د شپږ رقمي عدد په شاوخوا کې دي، ځان سره به ووايئ چې: «پردې زه پوهیدم، چې هوښیاري په یواځې توګه بسنه نه کوي، چې ځینې کسان تردې بریده پېسې ترلاسه کوي.»

هرهغه څه چې ښايي تاسو پخوا د خپل شرکت د چارواکو په لېدلو سره په خپل ذهن کې انځور کړي وي، اوس څېړونکي توانېدلي چې په یوه نوې مطالعه کې يې تائید کړي. هغوی دې پایلې ته رسیدلي چې ډېره شتمني واقعا تر یوه بریده د انسان له ځیرکتیا یا هوښیارۍ سره اړیکه لري. خو تر کوچنیو ظاهري هوښیارو مغزو ورهاخوا، ځینې نور عوامل هم په مالي بریاوو کې برخلیک ټاکونکي دي.

اړوند مطالب:اکسفام: شرکتونه او ډېر شمتن کسان د بحرانونو ګټونکي دي

څېړونکو په دې څېړنه کې شاوخوا ۶۰ زره سویډني سړي ترڅېړنو لاندې نېولي. دغو څېړونکو نه یواځې ددغو کسانو عواید چې مالي ادارو یې په اړه رپوټ ورکړی، بلکې د هغوی د ځیرکتیا اندازه کولو د یوې آزموینې پایلو ته یې هم لاسرسی موندلی، چې د یوې پوځي معاینې پرمهال یې باید ترسره کړې وای.

د دې مطالعې یوه لېکونکي مارک کویشنیګ وايي: «ترلاسه شوي مالومات د نه منلو دي.» کویشنیګ دغه راز، د لایپزیګ پوهنتون کې د ټولنپوهنې استاد دی او ترڅنګ یې د سویډن په لیندکوپینګ پوهنتون کې د تحلیلي ټولنپوهنې افتخاري استاد دی. دویم مسلک یې د سویډني وګړو په اړه مالوماتو ته لاسرسی ممکن کړی دی.

د شتمنۍ او ځیرکۍ ترمنځ تړاؤ

د کلنۍ شتمني ثبت د کسانو د هوښ یا ځیرکتیا تر اندازه کولو نسبتا اسان دي. هغه ۶۰ زره سویډنیان چې کویشنیګ او تیمش تر څېړنو لاندې نېولي، ټول یې له ۱۸ تر ۱۹ کلونو عمرونه لري چې په یوه ورته آزموینه کې یې ګډون کړی ؤ: په پوځي ځواکونو کې د جلب و جذب آزموینه چې د سویډن پوځ له هغې څخه د ځوانانو د وړتیا پيژندلو کې ګټه اخلي.

کویشنیګ له دې امله چې له دغې مطالعې ښځې په بشپړ ډول لرې شوي، خواشیني ښودلې. دا ټولنپوه وايي: «دا زما له انده ښه نه دی، خو مونږ خپل مطالعات د شته مالوماتو پربنسټ ترسره کړي او ښځو د پوځ په آزموینه کې ګډون نه ؤ کړی.»

دغه راز، څېړونکو یواځې د هماغه کال اړوند مالومات په پام کې نیولي چې په هغه کې له ټول سویډن څخه یواځې سړیو یې باید آزموینه ترسره کړې وای.

کویشینګ وايي:«مونږ د کسانو د هوښیارتیا اندازه د آزموینې د پایلو پربنسټ، د کار بازار کې د هغوی د ژوندانه د نورو پړاوونو له بریایوو سره پرتله کړي دي.»

په کره توګه ویل کیږي چې کویشنیګ او همکارانو یې ددغو کسانو کلنۍ شتمني په یوه لس کلن پړاؤ کې، د ۳۵ او ۴۵ کلنی عمرونو ترمنځ په پام کې نېولې او له هغې یې د کلني عوایدو د لږ تر لږه اندازې ټاکلو لپاره ګټه اخېستې.

د کوشنیګ په وینا، مطالعاتو ښودلې چې «د کار بازار درې بیلابیلې برخې لري». تر یوه څرګند بریده پیسې او د پیژندلو وړتیاوې ظاهرا کومې اړیکې نه سره لري، ځکه خلک ډېرې پیسې ګټې، له دې پرته چې څېړونکو یې د پوهې یا ځیرکتیا مشاهده کړې وي.

کویشنیګ وايي: «په ۵۰ سلنه هغو کسانو کې چې د کار په بازار کې ګډون کوي، د پیسو او د پوهې وړتیاوو سره ډېرې نیږدې اړیکې ګورم.»

ځیرکتيا په يواځې توګه بس نه ده

له شاوخو ۶۰ زره یورو لوړ کلني عاید، دغه ښکاره تړون ورو ورو ورک کیږي. کویشنیګ په دې اړه توضیح ورکوي: «د شمتنۍ ډېرېدل نور د پوهې او پيژندلو وړتیا ډېرېدو سره نه ده.»

ښه خبر دا دی چې: ستاسو رئیس یا مشر چې تر تاسو ډېرې پیسې یا شتمني لري، اړینه نه ده چې تر تاسو دې هوښیار او ځیرک هم وي. بد خبر دا دی چې: ستاسو رئیس ښايي تر تاسو غوره چانس لرونکی او د غوره اړیکو لرونکی وي چې دې څوکی ته رسېدل یې ورته آسان کړي دي.

بیا هم دغه واقعیت چې یواځې ځیرکي بسنه نه کوي، بلکې ترڅنګ یې ځینې نور مهارتونه هم کولای شي چې مالي بریاوو ته سړی ورسوي، د هوساینې احساس ورکوي. په هر حال د خلکو په چلند کې د ستریس یا فشار او غوره مهارتونو پروړاندې «انعطاف منل»، تل په ګټه دي.