1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په خوب کې اخلال څومره خطرناک دی؟

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

د یوې اوږدمهالې څېړنې پایلې ښيې چې په خوب کې د اخلال له امله د زړه ناروغیو ترڅنګ د زر مړينې خطر زیاتیږي. په ښځو کې د دې ستونزې اغیزې د نارينه وو په پرتله ډېري خطرناکې وي.

https://p.dw.com/p/3vgU1
Gestörter Schlaf
انځور: Colourbox

کله ناکله د شپې له خوا د خوب پر مهال نږدې د هر انسان سترګې یو ځل خلاصیږي. ځني وختونه یو ډیر معمولي غږ اورو، د موټرو شور او مرغانو غږونه اورو او په پایله کې یې خپل لاس یا پښو ته حرکت ورکوو او ځینې وخت بیا په بل اړخ اوړو. څیړونکي دې کار ته د «کورټیکل آروزل» نوم ورکوي. په ساده الفاظو کې دې ته «لنډ مهاله بی هوښه بیداري» ویل کیږي. دا ډول نیمه بیداري د زړه پر ضربان، د وینې فشار او د وینې پر حرکت تاثیر کوي او دا یوه نورماله خبره ده.

خو که د شپې له خوا دغه نیمه ویښ حالت یا نیمه بیداري څو څو ځله وي او په خوب کې خلل رامنځته کړي، بیا نو دا یوه ستونزه ده. هغه څیړوونکي چې د خوب (پولیسو منولو جیست) څیړنه کوي دا ډول مسلسل ویښیدل «د شپې پاڅيدلو بوج یا فشار» بولي. د دغو کارپوهانو د څېړنو له مخې دغه د شب خیزۍ بوج د انسان د زړه په نظام کې خلل رامنځته کوي.

په دې اوږدمهاله څېړنه کې د مختلفو تجرباتي ډلو تر ۸۰۰۰ ډېرو کسانو ګډون کړی وو. د دغې څېړنې پر اساس د شپي پاځیدو فشار او د زړه نظام خرابوالی یا د زړه ناروغۍ دواړه چې یوځای شي د انسان د مړینې سبب کیدلی شي. له دې څخه معلومیږي چې په خوب کې پرله پسې خلل څومره خطرناک دی.

په نړۍ کې تر ټولو ډیر خلک د زړه د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د روغتيا نړیوال سازمان په حواله «په نړۍ کې د بلې هرې ناروغۍ په پرتله تر ټولو ډیر خلک د سي وي ډي ایس له امله مري. په ټوله نړۍ کې تیر کال د زړه د ناروغیو له امله نږدې ۱۸ میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی».

اوږدمهاله څېړنه

په دې څېړنه کې د استرالیا، هالنډ، ډنمارک او امریکا کارپوهان ونډه اخیستې ده. دوی د دغې اوږدمهاله څېړنې پایلې چې درې برخې یې درلودې د «یورپين هارټ ژورنال» مجله کې خپرې کړي دي. د دغې څېړنې له مخې هغه وخت د شپې پاڅیدو فشار له امله د مړينې خطر کم وي چې خوب عمیق یا ژور وي. په دې ارتباط د بهتره خوب د اوږدوالي پر ځای، د هغه ژوروالی معیار ګڼل کیږي.

د دغې څېړنې اساسي ټکي دا دي چې «نامنظم خوب، په ویده کیدو کې مشکلات او راحت نه بخښونکی خوب» درې واړه داسې یو کیفیت پيدا کوي چې انسان تر پاڅیدو وروسته، له ویده کیدو څخه د مخکې حالت په پرتله ځان ډیر ستړی او ستومانه احساسوي.

زیاته شوې ده چې د خوب دوران (هغه وخت چې انسان پکې ویده وي) په نه پام کې نیولو سره دغه ټول عوامل د مرګ خطر زیاتوي.

څه باید وشي؟

په تحقیق کې سپارښتنه شوې ده چې که په دوامداره توګه ستاسې په خوب کې خلل رامنځته کیږي او تاسې د شپې پاڅیدو فشار احساسوئ، نو د خپل عمر په نه پام کې نیولو سره چې څو کلن یاست، له یوه متخصص داکتر سره مشهوره وکړئ.

د دغې څېړنې په حواله چې یولس کاله یې دوام وکړ «د نارينه و په پرتله په ښځو کې د شپې پاڅیدو فشار کچه ټيټه ده، خو په دې ارتباط بیا د ښځو د مړينې موارد ډیر دي.»

د دغو څېړونکو په حواله دوی به په راتلونکي کې هم دغې څېړنې ته دوام ورکړي. په راتلونکي کې به دغه خبره هم و ارزول شي چې په یوه شپه کې څو واره په خوب کې خلل رامنځته کیږي او انسان څنګه له ژور خوب څخه سطحي خوب ته اوړي یا انتقالیږي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز