1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هند د بارچالانۍ شرکت له افغانستانه سوداګریز توکي نه قبلوي

۱۴۰۰ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د هندوستان د بندرونو تر ټولو ستر د بارچالانۍ شرکت ویلي چې دوی به له راتلونکې میاشتې وروسته له افغانستان، پاکستان او ایران څخه راغلي سوداګریز توکي منع کړي. هندوستان څه موده وړاندې څو ټنه مخدره مواد نیولي وو.

https://p.dw.com/p/41Yur
Indien Adani Port Containerschiff
انځور: Getty Images/AFP/S. Panthaky

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه) په هندوستان کې د اداني بندر چې د اداني ګروپ برخه ده، ویلي د نومبر میاشتې له ۱۵مې وروسته له افغانستان، پاکستان او ایران څخه د توکو د انتقال په برخه کې وضع شوي سوداګریز محدودیتونه به په ټولو هغو بندرونو کې عملي شي چې دوی پکې کار لري.

دغه ستر شرکت د دغو محدودیتونو د وضع کولو دلیل نه دی روښانه کړی خو دغه پریکړه وروسته له هغې کیږي چې تیره میاشت د هندوستان په ګجرات سیمه کې شاوخوا درې ټنه مخدره مواد د هندي چارواکو له لوري ونیول شول. تیره میاشت د هندوستان د ګجرات ایالت په موندرا بندر کې هندي چارواکو له دوو کانتینرونو څخه نیږدې درې ټنه مخدره مواد کشف او ضبط کړل.

له افغانستانه قاچاق شوي څو ټنه هیروين په هند کې نيول شوي

د چارواکو په خبره، دغه کانتینرونه له افغانستان څخه هندوستان ته انتقالیدل چې پکې د مخدره موادو ارزښت شاوخوا ۲،۶۵ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.

بل لوري ته د تیرې سپتمبر میاشتې په ترڅ کې هندي چارواکو په سمندر کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د شاوخوا ۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نور مخدره مواد هم نیولي وو. هندي چارواکو ویلي چې په دې پیښه کې یې شپږ تنه ایرانیان هم نیولي دي.

اداني ګروپ ویلي چې د دوی چارواکي د میلیونونو ټنونو سوداګریزو توکو د څار او معاینې اجازه نه لري. د هند په ګجرات کې پروت د موندرا بندر د تیر کال په ترڅ کې په مجموعي ډول ۱۴۴،۴ میلیونه ټنه سوداګریز توکي پروسس کړي دي. دغه بندر په هندوستان کې د سترو سوداګریزو بندرونو له ډلې څخه شمیرل کیږي.

خ. ح/ ب. ص (AFP)