1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتهندوستان

په ډهلي کې چاودنه؛ پولیسو په کشمیر کې څو شکمن کسان نیولي

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ آبان ۲۲, پنجشنبه

هندي چارواکو په نوي ډهلي کې د دوشنبې ورځې د خونړۍ چاودنې په ارتباط په کشمیر کې څو شکمن کسان نیولي دي. په دغه برید کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۲ ته لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/53V5V
په نوي ډهلي کې د دوشنبې ورځې د چاودنې په ترڅ کې ډیر شمیر موټرو اور اخیستی دی
په نوي ډهلي کې د دوشنبې ورځې د چاودنې د قربانیانو شمیر ۱۲ ته ورسیدانځور: Imtiyaz Khan/Anadolu/picture alliance

د هند امنیتي چارواکو د کشمیر په شخړیزه سیمه کې په نوي ډهلي کې د دې اونۍ د چاودنې په ارتباط څو شکمن کسان نیولي دي. په دغه چاودنه کې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه چاودنه په نوي ډهلي کې د لال قلعه یا سره کلا مخې ته په یوه موټر کې رامنځته شوې وه چې له کبله یې په شاوخوا کې نورو موټرو او ریکشاګانو هم اور اخیستی و.

چارواکو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه چاودنه د یوه احتمالي ترهګریز اقدام په توګه بررسي کوي. له ترهګرۍ سره د مبارزې قانون پر اساس د یوې قضیې ارزونه چارواکو ته د شکمنو کسانو د نیولو په برخه کې لا زیات اختیارات ورکوي.

تر اوسه پورې ترلاسه شوي معلومات

پولیسو د چهارشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د هند تر کنترول لاندې د کشمیر په پلواما سیمه کې پنځه کسان د پوښتنو او ګریږدنو له پاره ونیول.

مخکې تر دې په کشمیر کې پولیسو ویلي ول چې د وسله والو کسانو یوه هسته یې چې د کشمیر له شخړیزې سیمې څخه یې د نوي ډهلي تر اطرافو پورې فعالیت کولو لمنځه وړې ده.

چارواکو ویلي دي چې نوي ډهلي ته نږدې د هارینا ایالت په فرید آباد ښار کې یې اووه کسان، له دې ډلې دوه داکتران نیولي دي او پولیسو وسلې او په ډېره پيمانه بم جوړونکي مواد ضبط کړي دي.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي په روغتون کې د ناروغانو پوښتنه وکړه
د هند لومړي وزیر نریندر مودي په روغتون کې د ناروغانو سره ولیدلانځور: PMO/ANI

هندي رسنۍ وایي چې کیدای شي دغه چاودنه هم له همدې هستې سره ارتباط ولري، خو پولیسو د دې له پاره چې تحقیقات جریان لري په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ښارونو کې د امنیتي تدابیرو ډیریدل

له دې خونړۍ چاودنې وروسته د هند په لویو ښارونو، هوایي ډګرونو او د اورګاډي په تمځایونو کې امنیتي تدابیر زیات کړای شوي دي.

لال قلعه د هند یو له تاریخي ځایونو څخه دی چې سیلانیان ځانته را جلبوي. دغه کلا هغه ځای دی چې د هند لومړي وزیران هر کال د اګست پر ۱۵ دلته د آزادۍ ورځې په مناسبت وینا کوي.

په ۲۰۰۰م کال کې وسله والو په لال قلعه کې د هندي پوځ پر یوې پوستې برید وکړ او لږ تر لږه ۳ کسان یې ووژل. په پاکستان کې د لشکر طیبه ډلې د دې برید مسئولیت پر غاړه اخیستی و.

هندي ځواکونه د ۲۰۰۳م کال په دسمبر کې له دې کلا څخه ووتل او دغه کلا وروسته له هغې د سیاحت وزارت ته وسپارل شوه.

د ژوند په بیه نوماندي

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل