1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هند: وسلوالو د تلویزوني مرکې پرمهال سیاستوال وژلي دي

۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبه

په هندوستان کې د خبریالانو په جامه کې وسلوالو کسانو یو سیاستوال او ورور یې د تلویزوني مرکې پرمهال په ډزو وژلي دي. د پارلمان دغه پخوانی وکیل او ورور یې د پولیسو له لوري روغتون ته انتقالیدل چې برید ورباندې وشو.

https://p.dw.com/p/4Q9Rd
Indien Atiq Ahmad in Allahabad
انځور: Ritesh Shukla/NurPhoto/IMAGO

په هندوستان کې وسلوالو کسانو چې ځانونه یې د خبریالانو په ډله کې ځای پر ځای کړي ول، د دې هیواد د پارلمان یو پخوانی غړی او ورور یې داسې مهال چې د پولیسو له لوري روغتون ته انتقالیدل او د خبریالانو پوښتنو ته یې په ژوندۍ بڼه ځوابونه ویل، په ډزو وژلي دي.

د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې ۶۱ کلن عتیق احمد چې د سړي تښتونې په جرم د ۲۰۱۹م کال راهیسې د پولیسو په توقیف کې دی، شامل دی. د تلویزون د کامرې په انځورونو کې لیدل کیږي چې وسلوالو کسانو له ډیرې نیږدې فاصلې څخه پر نوموړي او ورور اشرف باندې يې ډزې کړي. د پیښې پرمهال عتیق احمد او ورور یې اشرف د پولیسو له لوري لاس تړلي روغتون ته انتقالیدل او د خبریالانو پوښتنې ته یې ځوابونه هم ورکول.

د پولیسو یوه چارواکي پراسانت کومار وویل چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې په دې پیښه کې درې تنه چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي ول، ښکیل دي چې د پولیسو له لوري نیول شوي. په هغو ویډيويي کلیپونو کې چې د پیښې په تړاو ثبت شوي دي، اوریدل کیږي چې بریدګر تر برید وروسته هندي مذهبي شعارونه ورکوي.

د پولیسو یوه چارواکي پراسانت کومار وویل چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې په دې پیښه کې درې تنه چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي ول، ښکیل دي چې د پولیسو له لوري نیول شوي.
د پولیسو یوه چارواکي پراسانت کومار وویل چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې په دې پیښه کې درې تنه چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي ول، ښکیل دي چې د پولیسو له لوري نیول شوي.انځور: Sanjay Kanojia/AFP

زیاته شوې چې وژل شوي دواړه وروڼه مسلمانان دي خو پولیسو تر اوسه پورې په دغه پیښه کې د مذهبي نفرت د ښکیلتیا په هکله څه نه دي ويلي خو زیاتوي چې په دې هکله یې هم پلټنې پیل کړي دي. د معلوماتو له مخې، وژل شوي دواړه وروڼه د هند په جرمي کړیو کې ژور ښکیل ول او دا چې په پیښه کې وژل شوي د پارلمان پر پخواني غړي باندې له ۱۰۰ د ډیرو جرمونو تورونه پورې کړل شوي دي.

ځايي رسنیو ویلي چې بریدګر هم محلي مجرمین دي او دا چې له دوی څخه یوه یې ان ویډیويي کامره او بل بریدګر بیا مایکروفون هم په لاس کې درلوده. د یادولو وړ ده چې د هندوستان په اترپردیش ایالت کې د عتیق احمد یو ۱۹ کلن ځوی او یو بل ملګری یې چې د قتل په جرم کې د پولیسو له لوري تر تعقیب لاندې وو، د پولیسو په ډزو کې وژل شوی وو. پولیسو ویلي ول چې یاد دواړه کسان د قتل په جرم د پولیسو تر تعقیب لاندې ول.

تر دې پیښې وروسته د هندوستان په اترپردیش ایالت کې چې د هندو ملتپاله بهارتیا جنتا پارټي له لوري یې حکومتي چارې اداره کیږي، له څلورو کسانو د ډیرو په راټولیدنې بندیز وضع شوی دی. دغې پیښې د بي جي پي ګوند د اپوزیسیون ترمنځ غوسه راپارولې او پر دغه ګوند یې د ویرې له لارې د حکومت کولو تور پورې کړی دی. په هندوستان کې د مختلفو ګوندونو اړوند سلګونه سیاستوال، له وزیرانو نیولې بیا تر عادي سیاستوالو پورې جرمي قضیي لري او د دغو قضیو زیاتره یې د اترپردیش په بې وزله ایالت پورې اړه لري.

اې. اف. پي / خ.ح / ن.ص