نريندر مودي وايي ترهګري او د ترهګرۍ «ملاتړی نظام» به وځپي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه
په اټومي وسلو د سمبالو دغو دوو ګاونډيانو ترمنځ اړيکې تېر کال هغه وخت سختې خرابې شوې چې د اپريل پر ۲۲ نيټه د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام سيمه کې يوه بريد ۲۶ کسان ووژل چې اکثريت یې هندو سيلانيان ول. د دې بريد وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو لسیزو تر ټولو ناوړو ترينګلتياو سر راپورته کړ.
هند د دې بريد پړه پر پاکستان اچولې وه چې پاکستان رد کړې وه. تر دې وروسته د دواړو هېوادونو له لوري ديپلوماتيکي اقداماتو او شديده پوځي ترينګلتيا وليدله شوه.
اړونده موضوع: هند د پاکستان په خاوره کې پر کومو اهدافو بریدونه کړي؟
دا شخړه هغه وخت پراخه شوه کله چې هند د ۲۰۲۵م کال د می پر ۷مه نيټه په پاکستان کې هغه ځایونه په نخښه کړل چې دوی د «ترهګریزو ډلو کمپونه» بلل.
د دې بریدونو په ځواب کې اسلام آباد هم سملاسي لاس په کار شو چې په پایله کې یې دواړو هېوادونو پر يو او بل هوايي، د ډرونونو او توپچي بريدونه وکړل.
د «سيندور عمليات»
د هند لومړي وزير د پاکستان پر وړاندې د هند د دې پوځي عملياتو چې د «سيندور عملياتو» نوم ورکړل شوی وو، د پنجشنبې په ورځ د يوه کال پوره کیدو پر وخت وويل: «موږ ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو او د دې د ملاتړي نظام د له منځه وړولو پر خپل هوډ د مخکې په څير کلک ولاړ يو.»
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «هند هغه خلکو ته ښه ځواب ورکړی چا چې په پهلګام کې پر بې ګناه هندي وګړو باندې د بريد جرائت کړی وو. ټول ملت زموږ د پوځ زړورتيا ته سلام کوي.»
اړونده موضوع: پر پاکستان باندې د هند په توغندیز برید کې ۲۶ کسان وژل سوي
په دې پوځي شخړه کې دواړو لوريو ته په ټولنیزه تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي ول.
پاکستان ادعا کوي چې په دې نښتو کې یې د هند پنځه جنګي الوتکې ويشتلي او راغورځولي دي چې په فرانسې کې جوړې درې عصري رافال جنګي الوتکې هم پکې شاملي دي او دا چې دا ټولې الوتکې هغه وخت د هند په هوايي قلمرو کې وې. خو هند الوتکو ته د هیڅ ډول زيان رسېدل نه دي تائيد کړي.
د پاکستان غبرګون
بل لوري ته د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې چې د دې نښتو د کلیزې يادونه پکې شوې چې اسلام آباد یې «د حق جګړه» بولي، ويلي دي چې د هر ډول بريد پر وړاندې به له ځان څخه بشپړه دفاع وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا هم ويل شوي: «موږ پر خپل دې هوډ ټينګار کوو چې خپل هېواد ته د متوجې هر ډول خطر مقابله به په ملي يووالي، غير متزلزل هوډ او د ټولو موجودو وسايلو پر مټ کوو.»
هند او پاکستان دواړه د می پر ۱۰مه نيټه د څلور ورځني کړکيچ پر ختمولو سلا شول او د دې اوربند اعلان د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، کړی وو.
اړونده موضوع: هند او پاکستان؛ لس ورځې کيږې د ډزو تبادله روانه ده
کله چې ترمپ، د ټولنیزو رسنيو پر خپل پليټفارم تروت سوشل باندې دا خبر اعلان کړ نو تر دې څو دقيقې وروسته په اسلام آباد او نوي ډهلي کې هم چارواکو اوربند تائيد کړ.
خو هند دا دريځ غوره کړی چې دا اوربند یې نيغ په نیغه له اسلام آباد سره کړی دی.