1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهندوستان

هند او پاکستان وايي اوربند یې عملي کړی

بريښنا صابر | رويټرز
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

د هند او پاکستان ترمنځ تر حملو او ورپسې د رامنځته شوي اوربند وروسته به نن، دوشنبه د دواړو خواو د پوځي عملياتو مشران سره خبرې اترې وکړي. بل لوري ته هند ويلي دي چې تېره شپه په کشمير او نورو سيمو کې وضعيت آرام وو.

https://p.dw.com/p/4uFq5
آرشيف انځور: د هند او پاکستان ترمنځ سرحدي مراسم
د رويترز په حواله د اوربند د لومړنيو سرغړونو وروسته تېره شپه د هيڅ ډول چاودنې او يا توغندي د توغول کيدو خبر نه دی رسېدلی.انځور: Aman Sharma/AP Photo/picture alliance

د رويترز خبري آژانس په حواله په اتومي وسلو سمبال ګاونډيو هېوادونو د پوځي عملياتو مشران به نن، دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال د می ۱۲مه) تر اوربند وروسته د راتلونکي د اقداماتو په اړه خبرې اترې وکړي.

د شنبې د ورځې اوربند د څلورو ورځو تر شديدو متقابلو ډزو، ديپلوماتيکي هلو ځلو او د امريکا متحده ايالاتو د حکومت تر فشار وروسته رامنځته شو چې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، اعلان کړ.

اړونده موضوع: د هند او پاکستان شخړه: دواړه هیوادونه د بریا ادعا کوي

 يوه لوړپوړي پوځي افسر وویل چې د هند پوځ د يکشنبې په ورځ پاکستان ته استول شوي پېغام کې د تېرو ورځو د اوربند د سرغړونو يادونه وکړه او د نوي ډيلي د حکومت دا اراده یې روښانه کړه چې پر دې ډول راتلونکو پېښو به غبرګون ښوول کيږي.

د پاکستان د پوځ وياند د هر ډول سرغړونو خبره رد کړه. 

د رويترز په حواله د اوربند د لومړنيو سرغړونو وروسته تېره شپه د هيڅ ډول چاودنې او يا توغندي د توغول کيدو خبر نه دی رسېدلی.

د هند پوځ: «په ټوله کې شپه آرامه وه»

د فرانسې خبري آژانس په حواله تېره شپه د هند او پاکستان ترمنځ پر سرحد وضعيت آرام وو. د هند پوځ د دوشنبې په ورځ وويل تر تېرو شپو وروسته بيګا شپه لومړۍ آرامه شپه وو چې له يوه غیر متوقع اوربند وروسته یې امکان پيدا کړ.

د هند د پوځ له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې راغلي: «د هيڅ ډول پېښې خبر نه دی ورکړل شوی.»

زياته شوې: «دا په پرله پسې دویم ځل وو چې په پونچ کې چې د هند تر ولکې لاندې کشمير سرحدي سيمه ده، هیڅ ډزې نه دي شوي.»

اړونده موضوع: د هند او پاکستان ترمنځ تازه نښتې؛ امریکا د منځګړیتوب هڅه کوي

پونچ، د هند تر ادارې لاندې کشمير هغه سیمه ده چې تر ټولو ډېره اغیزمنه شوې او لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې وژل شوي او د ۶۰ زره نفوس لرونکې دې سيمې زياترو اوسيدونکو خپل کورونه پرېښې ول. د يکشنبې په ورځ ځيني خلک بیرته خپلو کورونو ته ر استانه شول خو ډېرو یې دا انديښنه درلودله چې اوربند ښايي دوام ونه کړي.

د چهارشنبې ورځې راهېسې روانو متقابلو ډزو وروسته د شنبې په ورځ هند او پاکستان پر اوربند سلا شول او د يکشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د پوځونو وياندويانو د مطبوعاتي غونډو په ترڅ کې جزيات شريک کړل.

د هند د پوځ بیان

د هند د پوځي عمليات مشر جنرال راجيو ګهي، وويل: «د سيندور تر عملياتو وروسته د پاکستان د پوځي عملياتو له مشر سره د تماس نيولو هڅه وشوه څو هغه ته د ترهګرۍ ضد اقداماتو په اړه معلومات ورکړل شي خو هغه زموږ غوښتنه رد کړه.»

جنرال راجيو ګهي، ادعا وکړه چې د سيندور عملياتو په ترڅ «مو د ترهګرو پر ۹ مرکزونو د بريدونو په ترڅ کې تر سلو ډېر ترهګر وژلي چې د يوسف اظهر، عبدالملک روف، او مدثر احمد، په څېر د لوړ ارزښت اهداف هم پکې شامل دي.»

اړونده موضوع: هند د آي پي ال سيالۍ د يوې اوونۍ له پاره ځنډولي دي

په دې مطبوعاتي غونډه کې د هند د هوايي ځواک مشر ای کې بهارتي، د سيندور د عملياتو په ترڅ کې د بهاولپور او مريدکې په ګډون پر يو شمیر سيمو د بريدونو په اړه معلومات ورکړل.

د يوه خبريال له لوري د رفال الوتکې «را اچول کيدو» په اړه پوښتنې په ځواب کې بهارتي، وويل: «موږ د جګړې په حالت کې يو. زيانونه د جګړې برخه دي. زه غواړم له تاسې دا پوښتنه وکړم چې آیا موږ هدفونه ترلاسه کړل؟ آيا موږ د ترهګرو د مرکزونو د له منځه وړولو هدف ترلاسه کړ؟ د دې پوښتنو ځواب هو دی.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا هند د پاکستان الوتکې ويشتلي او غورځولي، نوموړي وويل: «موږ خپلې خاورې ته د دوی د الوتکو د داخليدو مخه نیولې. موږ سره یې پاتې شوني نه شته.»

د پاکستان پوځ څه ويلي؟

يکشنبې د شپې د پاکستان پوځ د عامه اړيکو د ادارې مشر جنرال احمد شریف، ادعا وکړه چې پاکستان په دوو ځایونو کې د هند د اس ۴۰۰ میزايلونو د بيترۍ سیستمونه په برياليتوب سره هدف وګرځول.

نوموړي وويل: «د پاکستان پر ضد کاريدونکې ۲۶ مهمې پوځي اډې په نخښه کړل شوي.»

د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د پاکستان د سمندري ځواک مرستيال مشر رب نواز، وويل د پاکستان سمندري ځواکونو ټول بندرونه فعال وساتل او د هند الوتکه د پاکستان له سمندري سرحد څخه ډېره لېرې وه.

اړونده موضوع: د هند او پاکستان د ملي امنيت د مشاورينو ترمنځ د اړيکې نیولو خبرونه

د پاکستان د پوځ وياند جنرال احمد شريف، وويل چې پاکستان له لوري د هند د کوم پېلوټ د نیولو خبر يوازې تر ټولنیزو رسنيو محدود دی. هغه وويل: «زه دا روښانه کوم چې له پاکستان سره هیڅ هندی پېلوټ نشته.»

جنرال احمد شريف، ادعا وکړه چې د اوربند غوښتنه پاکستان نه وه کړې بلکې د اوربند هيله د هند له خوا څرګنده شوې وه.

هغه وويل چې د کنترول پر کرښه د اوربند پر خپله ژمنه کلک ولاړ خو «که چېرې مخالف لوری له اوربند سرغړونه وکړي نو ځواب به ورکړو او زموږ ځواب به شديد وي.»

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب