1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

د بابري مسجد پر ورانولو ټولو تورنو کسانو برائت ترلاسه کړی دی

۱۳۹۹ مهر ۹, چهارشنبه

په هندوستان کې يوې محکمې ټول هغه ۳۲ کسان بې گناه بللي دي چې په ۱۹۹۲م کال کې د بابري جومات پر ورانولو تورن ول. د دې مسجد تر تخريبیدو وروسته د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/3jDuD
1990 Unruhen vor der Babri-Moschee vor der Zerstörung 1992
انځور: AP

د هند د لکهنو ښار يوې ځانگړې محکمې د چهار شنبې په ورځ (د سبتمبر ۳۰ نيټه) دغه پريکړه کړې ده. په ۱۹۹۲م کال کې په ايودهيا ښار کې د څلور سوه کاله پخواني مسجد د حملې وروسته تخريب کړل شوی وو.

په دې محاکمه کې چې د بابري مسجد تر تخريب کيدو ۲۸ کاله وروسته پر لاره اچول شوې وه، د هند د برحاله «بهارتيه جنتا گوند» څلور لوړ پوړي مشران هم د تورنو کسانو په جمله کې شامل ول. له ټولو ۴۹ تورنو څخه یې ۱۷ کسان په دې تېرو څو کالونو کې په خپل مرگ مړه شوي دي.

د «ان ډي ټي وي» د رپوټ پر اساس قاضي ويلي چې د هغو صوتي او ويديويي موادو د کره والي د بررسي امکان نه شته چې د هند د څیړنو د مرکزي دفتر له خوا دوی ته ورکړل شوي ول.

سربیره پر دې قاضي دا هم ويلي چې دغه مسجد د «ټولنې ضد عناصرو» له خوا تخريب شوی او داسې هیڅ شواهد نه شته چې دا وار د مخه پلان شوی قصدي عمل وي.  

جنجال چې لا هم ادامه لري

د بابري مسجد د ويجاړولو قضيه اوس هم د يوې لانجمنې موضوع په توگه پاتې ده. په ۱۹۹۲م کال کې هندو فعالانو د اوترپرديش ایالت د ايودهيا ښار دا مسجد چې په ۱۶ ميلادي پيړۍ کې جوړ شوی وو، تخريب کړ.

بنسټ پال هندوان او يو شمير تاريخ پوهان ادعا کوي چې دا مسجد د مغلو امپراتور بابر په امر د هندوانو د «رام» خدای د عبادتگاه پر ځای جوړ شوی وو.

د ۱۹۹۲م کال په دسمبر میاشت کې د دې مسجد تر ويجاړولو وروسته په ټول هند کې اخ و ډبونه پېل شول. په دې اخ و ډبونو کې څه نا څه ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.

د هند سترې محکمې د ۲۰۱۹م کال په نومبر مياشت کې د دې وران شوي جومات پر ځای د مندر جوړولو اجازه ورکړې وه. د هند لومړي وزير نريندر مودي د روان میلادي کال په فيبرورۍ میاشت کې اعلان کړې وو چې حکومت یې د دې مندر د جوړولو طرحه بشپړه کړې ده. د دې معبد د جوړولو ژمنه د نوموړي د بهارتيه جنتا گوند د ټاکنو يوه مهمه ژمنه وه. مودي په اگست مياشت کې د دې مندر د بنسټ ډبره ايښي وه.