1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د يوه تاريخي مسجد نړولو ته چمتووالی نيول کيږي

۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبه

په نوي ډهلي کې د هند پوځ د څو پيړيو پخواني جومات او د مسلمانانو د هديرې پر ځای خپل دفترونه جوړوي. پر دې کار د اوقاف کميټې له خوا اعتراض شوی دی.

https://p.dw.com/p/3rjJ3
Indien | Rote Moschee in Neu-Delhi
انځور: Mohammad Raahim

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د اوقاف کميټې لودهي سړک ته څېرمه د څو پيړۍ زوړ مسجد د ورانولو پر ضد محکمې ته عريضه کړې ده.

مرکزي حکومت اوس د نوي ډهلي له سترې محکمې [هايي کورټ] څخه د اپريل تر ۲۹ نیټې پورې د جومات د نه ورانولو ډاډ ورکړی دی.

تر دې د مخه د ډهلي پولیسو د مسجد ملا امام ته خبر ورکړی وو چې مسجد خالي کړي، ځکه هغه ړنګول کیږي. تر دې خبر وروسته اوقاف کميټې محکمې ته د دې تاريخي مسجد د ساتنې په موخه عریضه وړاندې کړه.

اصل معامله څه ده؟

د ډهلي اوقاف کميټه وايي چې دا تاريخي مسجد څو سوه کاله زوړ دی او د ډهلي د مسلمانو پاچاهانو په پېر کې جوړ شوي وو. زياته شوې چې له بريتانيا څخه د هند تر آزاديدو وروسته د۱۹۷۰م کال په اسنادو کې هم دا ټوله سيمه د مسلمانانو د هدېرې او لال مسجد په نامه ثبت ده.

اړونده موضوع: د بابري مسجد پر ځای به د رام مندر د بنسټ ډبره کیښودل شي

خو د لومړي وزير نريندر مودي حکومت په ۲۰۱۷م کال کې دا ستره تاريخي هدیره ضبط کړه او دا ټوله ځمکه یې پوځ ته وسپارله. موخه یې دلته د نيمه پوځي ځواک له پاره د استوګنځایونو او دفترونو جوړل وه.

هغه وخت د ډهلي د اوقافو کمېټې د حکومت له دې پريکړې سره مخالفت ښوولی وو او ځمکې ملکيت د دې مسئلې د حل له پاره یې د يوه حقوقي فورم د جوړولو اعلان کړی وو څو هدېره او دا مسجد وژغورل شي.

Indien | Rote Moschee in Neu-Delhi
انځور: Mohammad Raahim

د تازه محاکمې په ترڅ کې چې اوقاف کمېټې کوم اسناد محکمې ته وړاندې کړي دي، د دې يادونه پکې شوې چې حکومت پوځ ته د استوګنې د تعمير جوړولو له پاره د ځمکې د سپارلو پر وخت ژمنه کړې وه چې هديره او مسجد به خوندي وي.

د مسجد ړنګولو چمتووالی

په ۲۰۱۷م کال کې پوځ د ځمکې تر ضبط وروسته دلته په چټکه توګه ودانيزې چارې پېل کړې چې په نتیجه کې اوس هديره کابو ختمه شوې او يوازې مسجد پاتې دی چې پوځ یې د ړنګولو چمتووالی نیسي.

هغوی وايي چې يوې ملکي محکمې پريکړې کړې چې دا ځمکه د حکومت ملکيت دی او له همدې کبله اوس دا ځمکه د دوی ده او دغلته روانې ودانیزې چارې سمې دي. خو د ډهلي د اوقاف کمېټه وايي چې په دې اړه لا د محکمې پريکړې ته انتظار باسي او دغه چارې جواز نه لري.

Indien | Rote Moschee in Neu-Delhi
د ډهلي لال مسجد يوه څنډهانځور: Mohammad Raahim

د اوقاف کميټې له خوا وکيل سنجې ګهوش په محکمه کې وويل چې دا جومات له څو پيړيو راهيسې دلته دی. هغه زياته کړه: «د دې ړنګول به يو نه جبرانیدونکی زيان وي.» هغه وويل چې تر کومه چې محکمه په دې اړه پريکړه ونه کړي تر هغې دې مسجد نه ورانيږي.

د ډهلي ورک شوي تاريخي مسجدونه

د پاکستان تر جوړيدو مخکې په نوي ډهلي کې له موجودو شاندارو تاريخي جوماتونو نښې لا نه دي پاتې. ډېر مسجدونه حکومت ضبط کړي دي او هلته یې دفترونه جوړ کړي او يا هم سيمه ایزو خلکو هغه ويجاړ کړي او ځمکه یې خپله کړې ده.

د تاريخي قطب مینار په مهر ولي سيمه کې يو شمير مسجدونه ړنګ کړل شوي دي او هلته نوي تعميرونه جوړ شوي دي. د مسلمانانو او يا خیريه ټولنو د دې جوماتونو د ژغورلو هڅې کړي، خو محکمو ډېره پاملرونه نه ده کړې.

لال کلا ته څېرمه د «چادونې چوک» په سيمه کې اوس د يو شمير پخوانيو جوماتونو پر ځای کاروباري مرکزونه او مغازې جوړې شوي چې د مغلو په عصر کې جوړ شوي ول. د حيرانتيا خبره داده چې له دوی څخه یې د ډېرو مسجدونو محرابونه او ګنبزې اوس هم روغې دي خو پاملرنه ورته نه کیږی.

صلاح الدين زين، نوي ډهلي

زموږ له آرشیف څخه: