1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کراچۍ نوم سره حساسيت؛ هندوانو په دغه نوم نانوايي بنده کړه

۱۳۹۹ اسفند ۱۶, شنبه

په هندوستان کې د يو ملتپال ګوند افرادو د «کراچي بيکري» په نوم يوه پخوانۍ نانوايي د هغې د نوم له وجې وتړله. کراچۍ د پاکستان د تر ټولو ستر ښار نوم دی او داسې ښکاري چې دغه اقدام له دغه نوم سره د حساسيت لرلو له وجې شوی دی.

https://p.dw.com/p/3qICi
Indien Mumbai Süßigkeiten-Geschäft Karachi Sweets
انځور: Shahid Ansari

د هندوستان محلي ملتپاله ګوند، مهاراشټر نو نرمان سينا (ام ان اس) ګوند، په ممبئي ښار کې يوازينۍ او تر ټولو پخوانۍ نانوايي بنده کړه. د «کراچي بيکري» په نوم دغه نانوايي د خپل نوم له وجې تړل شوې ده او یاد ګوند دا خپله یوه «لاسته راوړنه» بللې ده. په دا ډول نانوايۍ کې معمولا د وچې ډوډۍ تر څنګ خواږه خواړه هم خرڅيږي.

د راج ټاکوري په مشرۍ د دغه ګوند افرادو تر دې وړاندې د دغې نانوايي د نوم پر ضد اعتراضونه کړي ول او څو مياشتې مخکې يې پر کارکوونکو باندې حمله هم کړې وه.

د ام ان اس ګوند یوه مشر، حاجي سیف شيح، د یادې نانوايي تړل کیدل، د خپل ګوند يوه لاسته راوړنه بللې. هغه وويل: «په ممبيئ ښار کې د کراچۍ نانوايي بالاخره خپل دوکان د ام ان اس د پراخو اعتراضونو وروسته بند کړ.»

سیف شيخ رسنيو ته ويلي چې دوی د دغې نانوايي له کار سره مخالفت نه درولود بلکې دا يې ورڅخه غوښتي ول چې نوم يې بدل کړي. «موږ ورته پنځلس ورځې وخت ورکړ، خو هغوی ويل چې کراچۍ زموږ د پلرني ټاټوبي نوم دی او هغه سره زاړه تعلقات لرو، خو نن زه خوښ یم.»

سیف شيخ ويلي دي چې هره ورځ پر پوله هندي ځوانان وژل کيږي او د پاکستان په تړاو شخړيز خبرونه اوري، ځکه خو د کراچۍ له نوم سره د هندوانو احساسات زیانميږي.

خو ځينو خلکو بيا ويلي دي چې ياده نانوايي د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې ده.

د دغې نانوايي مشر، راميشور واګمهاري وويل: «د دوکان تړلو پريکړه د سوداګرۍ دلايلو پر اساس شوې ده.»

په هندوستان کې د کراچۍ په نوم دغې نانوايي، له ۱۹۵۳ کال راهیسې فعاليت درلود. د هغې ملکيت د يوې سيندي هندو کورنۍ دی. دغه کورنۍ د پاکستان او هندوستان د جلا کيدو پر وخت له کراچۍ څخه هندوستان ته کډه شوې وه.

دویچه وله ا/م.ک.ص./ن.ز.

د هندوانو د فرهنګونو په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!