1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانه کې د اروپايي ټولنې د ژغورنې د نوي ماموریت غوښتنه

۱۴۰۱ اسفند ۲۹, دوشنبه

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک په مدیترانې سمندر کې د اروپايي اتحادیې د ژغورنې د نوي ماموریت غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4OvOU
Baerbock in Bruessel
انځور: Thomas Trutschel/photothek/picture alliance

د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک د دوشنبې په ورځ له «وِلټ» المانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «په مدیترانه کې د خلکو مړينه د اروپا يو پرانيستی زخم دی، ځکه مونږ ونه توانیدلو چې د مهاجرت او کډوالۍ پر یوه ګډ سیاست موافقې ته ورسیږو.»

د کښتۍ ډوبيدني لږ تر لږه ۵ مهاجر وژلي دي

د المان د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه: «مونږ ګډ مسئولیت درک کولو ته ضرورت لرو او باید خپل پيوستون پياوړی کړو. له همدې امله دا ډیره مهمه ده چې د سمندري ژغورنې یو اروپایې ماموریت باید موجود وي.»

زمونږ له ټویټر شبکې سره یوځای شئ:

د سوفیا Sophia  په نوم د اروپا د سمندري ژغورنې ماموریت په ۲۰۱۹م کال کې رامنځته شو. لږه موده مخکې د ۳۳ ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه مهاجرو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې کښتۍ يې د ایټالیا ساحل ته نږدې ډوبه شوه.

بېربوک زیاته کړه چې اروپايي هیوادونه باید د پناه غوښتنې او مهاجرت سیاست په برخه کې پر یوه ګډ دریځ رامنځته کولو نور هم کار وکړي. هغې وویل: «مونږ باید هغه هیوادونه يوازې پرېنږدو چې د اروپا په بهرنیو سرحدونو کې واقع دي او هغه کسان لري چې په سمندر کې ژغورل شوي او يا هغه کسان لري چې د اروپا بهرنيو سرحدونو ته رسيدلي دي خو د پناه ترلاسه کولو مسحق نه دي او باید بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي.»

په ورته وخت کې په بهرنیو سرحدونو کې واقع هیوادونه د دغو کسانو د راجستر کولو مسئولیت لري: «مونږ باید په دې پوه شو چې کوم کسان دلته راځي. خو دا هم مهمه ده چې له هغو خلکو سره باید انساني چلند وشي چې ژوند یي له ګواښ سره مخامخ وي او باید وژغورل شي.»

د ایټالیا لومړي وزیر ګیورګیا میلوني او د Fratelli d'Italia ښي اړخي ګوند تر رهبرۍ لاندې حکومتي ائتلاف یې د کال په پای کې یو فرمان تصویب کړ چې د سمندري ژغورنې د خصوصي شرکتونو کارونه یي ډیر ستونزمن کړي دي.

په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوي دي

د سمندري ژغورنې ۱۸ سازمانونو او نورو ملاتړ کوونکو یې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي: «د یوه اروپایي حکومت وروستۍ هڅې ډیر انديښمن کړي یو چې له سمندري بیړني وضعیت سره د مخامخو کسانو سره د مرستې مخه نیسي.»

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

دا فرمان «نړیوال سمندري مقررات، بشري حقونه او اروپایي قوانین تر پښو لاندې کوي او له همدې امله باید د اروپایي کمیسیون، اروپايي پارلمان، غړو هیوادونو او بنسټونو له واضح غبرګون سره مخامخ شي».

آژانسونه: ش.ن/ ب. ص