1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال وجهي صندوق د پاکستان ځنډول شوی پور آزادوي

۱۴۰۰ بهمن ۱۴, پنجشنبه

نړيوال وجهي صندوق د پاکستان ځندول شوی پور بيرته آزادوي څو د دغه هيواد ناوړه اقتصاد بيرته پر پښو ودريږي. د پېسو نړيوال صندوق دغه پور د پاکستان د حکومت له لوري د اقتصادي اصلاحاتو د اجنډا د نه عملي کولو له کبله ځنډولی وو.

https://p.dw.com/p/46SRt
IWF Report Logo
انځور: Yuri Gripas/REUTERS

پاکستان د خپل له بحران سره د مخ اقتصاد سره د مرستې او مالي بحران څخه د وتلو په موخه د نړيوال وجهي صندوق له خوا د مرستې د دې بستې تضمين په ۲۰۱۹م کال کې ترلاسه کړی وو. خو دغه پور د يوازې دريو قسطونو تر ورکړې وروسته دوه وارې وځنډول شو.

د ۵۰۰ ميليونو ډالرو وروستی قسط تېر کال له دې کبله خنډول شوی وو چې ظاهراً پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو اجنډا په پلي کولو کې پاته راغلی وو.

د پاکستان د ماليې وزير شوکت ترين وويل چې د مرستې دا بسته د پاکستان له خوا د نويو تدابيرو تر نيولو وروسته آزاده شوې ده. د نوموړي په خبره په دې تدابيرو کې د مالي سياست سختول او د مالياتو لوړول شامل دي چې د ياد صندوق مهم شرطونه ول.

ترين وويل چې چهار شنبه شپه په واشنګټن کې د نړيوال وجهي صندوق د اجرايوي کمټې تر پريکړې وروسته پتېيل شوې چې پاکستان به د يو میلیارد ډالر نوی قسط ترلاسه کړي.

دا پرمختګ او دا نوی قسط د پاکستان له پاره حياتي ارزښت لري څو په نړيوال بازار کې د تيلو او ګازو د بيو لوړيدو ته په کتو سره خپل په ټپه ولاړ اقتصاد ته وده ورکړي.

خو د عايداتو په موخه د حکومت له خوا د ماليو لوړولو د تروم يا انفلاسيون کچه ۱۳ سلنه ته لوړه کړې ده چې د ترکیې او ارجنټاين په شمول دا په نړۍ کې په يوه هېواد کې د انفلاسيون تر ټولو لوړه کچه ده.

د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ کلدارې بیه بې ساري کچې ته ټيټه شوی

شنونکي وايي چې د انفلاسيون کچه به د پورونو مثبته اغیزه راکمه کړي او په دغه هيواد کې چې يو کمزور ديموکراتیک نظام لري، د سياسي خوځښتونو د راپورته کيدو باعث ګرځيدلی شي.

د پېسو نړيوال صندوق له خوا د پورونو د آزاديدو تر پريکړې څه موده مخکې سعودي عربستان هم د پاکستان مرکزي بانک ته د دريو میلياردو ډالرو د ليږدولو اعلان کړی وو څو مخ پر کميدونکې زېرمې يو څه ثابتې وساتي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: