1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا افغانستان ته کافي پاملرنه نه اوړي؟

۱۴۰۲ مرداد ۲۰, جمعه

د طالبانو واکمنۍ د دويم کال په درشل کې د افغانانو کړاوونه له نړۍ څخه هېر شوي برېښي او کافي مرستې هم صورت نه نيسي. دغه خبره د ژغورنې د نړيوالې کميټې وياندې، سميرا سيد رحمان کړې ده.

https://p.dw.com/p/4V1nu
په افغانستان کې بشري مرستې کمې شوې دي
په افغانستان کې بشري مرستې کمې شوې ديانځور: Mohammad Jan Aria/ Xinhua/picture alliance

د مېرمن سيد رحمان په خبره د مرستې پروګرامونه په کافي توګه نه تمويليږي سره له دې چې د افغانستان اقتصادي وضعيت خراب شوی دی. د ژغورنې د نړيوالې کميټې وياندې دا هم وويل چې علت يې د اوکراين جګړې ته پام اوښتل دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۳،۲ مليارډه امريکايي ډالرو مرستې ته اړتيا ده. خو د مرستو د دغه پروګرام يوازې څلورمه برخه راټوله شوې ده، په داسې حال کې چې له ۲۸ ميليونو زيات خلک دا مهال مرستو ته اړتيا لري.طالبان بشري مرستې غواړي، خو ملګري ملتونه وايي بودجه کمه شوې

 په تېره په لويو ښارونو کې د مېرمن سيد رحمان په خبره خلک اوس ډېر بې وزله شوي دي. نوموړې وايي چې په پلازمېنه کابل کې يې د نانوايانو په وړاندې هيڅکله هم دومره ډېر خلک نه ول ليدلي چې سوال کوي. د دې يو اصلي علت اقتصادي کړکېچ دی چې له کبله يې ۹۰۰ زره تنو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

سيد رحمان وايي »هغه څوک چې لا کار لري، بايد له دې لارې يو څو کورنۍ مړې کړي.« د دغه کړکېچ له کبله د ماشومانو کار او جبري ودونه هم ډېر شوي دي. خلک بايد د هغې په خبره پرېکړه وکړي چې آيا خپلې پيسې د ډوډۍ يا سون توکو د رانيولو له پاره ولګوي.د م.م د امنیت شورا غونډه؛ د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنې

نوموړې زياتوي چې د نړيوالو ځواکونو د وتلو راهيسې امنيتي وضعيت اوس نسبتاً ښه دی او »موږ د هېواد داسې برخو ته رسيږو چې پخوا څوک نه شوای ورتللی.« د هغې اشاره د هلمند ولايت ته ده. په دغسې جنګ ځپلو سيمو کې خلک اوس په لومړي ځل د درملنې په موخه ډاکټرانو ته مراجعه کولی شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې کابل نيولی دی چې دغه کار د يوه اقتصادي کړکېچ د راټوکېدو باعث ګرځېدلی دی. د ژغورنې نړيواله کميټه د خپلو معلوماتو له مخې د ۱۹۸۸م کال راهيسې په افغانستان کې فعاليت لري او د نورو چارو تر څنګ د کډوالۍ په برخه کې کار کوي.

اي پي دي/ن.ص./ا.ا.