1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميولر: په افغانستان کي يو بشري ناورين پر رامنځته کيدو دی

۱۴۰۰ شهریور ۲۲, دوشنبه

د افغانستان کابو نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتيا لري. په پام کي ده چې په ژنيو کې د افغانستان له پاره د مرستو راټولولو کنفرانس جوړ شي. په دغه هيواد کې د بحران د مخنيوي له پاره د اقداماتو پر پياوړي کولو ټينګار شوی.

https://p.dw.com/p/40FMN
Afghanistan | Bildergalerie | Truppenabzug
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د افغانستان کابو نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتيا لري. په پام کي ده چې په ژنيو کې د افغانستان له پاره د مرستو راټولولو کنفرانس جوړ شي. په دغه هيواد کې د بحران د مخنيوي له پاره د اقداماتو پر پياوړي کولو ټينګار شوی.

په ژنيو کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د مرستې کنفرانس تر مخه د آلمان د پراختیا وزیر ګيرد مولر له نړيوالو څخه د بيړنیو مرستو غوښتنه وکړه. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزیر هایکو ماس ژنيو ته له روانيدلو مخکې وویل چې نړيواله ټولنه بايد د ژمې موسم له رارسیدلو تر مخه په افغانستان کي عاجل اقدام وکړي.

دغه عاجلې مرستې په لومړي سر کې باید د بشردوستانه سازمانونو له خوا اړمنو کسانو ته ورکړل شي چې له ټولو زيات په همدې برخه کي کوښښ وشي. د مرستندويه سازمانونو کارکوونکي بايد د طالبانو له سرغړونو او محدودیتونو څخه ويره ونه لري.

په عین وخت کي ماس ټينګار وکړچې د افغانستان له پاره د بیړنيو مرستو رسول او برابرولو څخه نور څه د بحث وړ نه دي: «يوازي طالبانو کړنې به په دې اړه پريکړه کوي چې آيا په راتلونکي کی دغه مرستې تنظيم کیداي شي. موږ په واضح ډول تمه او انتظار څرګند کړې.« تمه کيږې چې د ژنیو په کنفرانس کي به د افغانستان له پاره تر ۶۰۰ ميليونو ډالرو ډيرې مرستې راټولې شی.

د آلمان د پراختيايي چارو وزير مولر د د دوشنبې په ورځ د «Funke Mediengruppe» ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي: «د ملګرو ملتونو د ۱۰ ميليارده يورو بستې سره موږ کولې شو په نړۍ کې د لوږې او درملو د نشتوالي مخنیوي ته سترګې په لار اوسو.»

مولر خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې يو بشري ناورين رامنځ ته کيدونکې دې: «دلته نه یوازي خلک د طالبانو له خوا ضروريږي، بلکي سخته وچکالي هم شته او د کرونا خپريدل چې لا نه ده کنترول شوي. په اوس وخت کې د نفوس نيمايي پر مرستو تکيه کوي.»

داسي ويره شته چې په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته شي. خو د افغانستان له پاره يوازي ۴۰ سلنه بشري اړتياوی پوره کيږې. مولر غوښتنه وکړه: «نړيواله ټولنه بايد هر څومره چې ممکنه وی اوس ګړندې عمل وکړي او د افغانستان خلکو ته د لومړنيو خدماتو رسولو له پاره کوښښ وکړي.