1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا څخه د افغان ښځو د ملاتړ غوښتنه

۱۴۰۰ دی ۲۹, چهارشنبه

د ملگرو ملتو د بشري حقونو عالي کمیساري د دغه سازمان د امنیت له شورا څخه وغوښتل چي په افغانستان کي له بشري حقونو څخه سرغړونکي عدالت ته راکش کړي، په ځانگړي توگه هغه کسان چي له ښځو او کوچنیانو سره تشدد او ناوړه چلند کوي.

https://p.dw.com/p/45n3A
Schweiz Genf | UN-Hochkommissarin für Menschenrechte zu Äthiopien, Tigray
انځور: Denis Balibouse/REUTERS

باچله د امنیت شورا په ځانگړې غونډه کي چي له ښځو سره د تشدد پر موضوع یې تمرکز وو او د ناروې له خوا جوړه سوې وه، وویل: »زه له ټولو هیوادونو څخه غواړم چي پر طالبانو باندي له خپل نفوذ څخه گټه واخلي او هغوی د اساسي بشري حقونو رعایت کولو ته وهڅوي.«

هغې څرگنده کړه چي د ښځو او نجونو له اساسي بشري حقونو څخه انکار، په پراخه کچه د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي او دا په داسي حال کي ده چي دغه هیواد په بې ساري ډول له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی.

د هغې په خبره په اگست میاشت کي واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي، د ښځو د حقونو مدافعین، خبریالان، حقوقپوهان او قاضیان تر پرله پسې گواښونو وروسته مجبور سول چي یا افغانستان پریږدي او یا هم ځانونه پټ کړي.

مېرمن باچله په دغه غونډه کي وویل: »زه د امنیت له شورا څخه غواړم چي ځان ډاډه کړي چي آیا په افغانستان کي، له هغې جملې څخه د ښځو او نجونو له بشري حقونو څخه سرغړوونکي او د ناوړه چلند عاملین عدالت ته راکښل کیږي او که څنگه.«

باچله همدارنگه له ملگرو ملتو څخه وغوښتل تر څو د افغانستان له پاره د مرستو په پروگرام کي چي د مارچ میاشتي په نیمايي کي پيليږي، د بشري حقونو یوه قوي مؤلفه ورداخله کړي. هغې وویل: »زه له هیوادونو غواړم چي د بشري حقونو د افغان ښځینه مدافعینو له پاره دي د امن لاري او د هغوی د بیا استوگني له پاره برنامې رامنځته او د هغو ښځو له اخراج څخه ډډه وکړي چي د حفاظت غوښتونکي دي.«

تر هغې وروسته، د ښځو او کوچنیانو د حقوقي پلټنو د غیر دولتي سازمان مدیري، زرقا یفتلي ویلي چي د دې وخت رارسیدلی دی چي د امنیت شورا دي له خپلو حقونو څخه د په میلیونو افغانانو د محرومیت په هکله نور پټه خوله پاته نه سي. 

 LINK: https://www.dw.com/a-60481183