1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د کوچنيو نجونو ودول ولي ډېر شوي دي؟

۱۳۹۹ اسفند ۲۰, چهارشنبه

د یونیسف د اټکل له مخې د روان کال تر پایه به د ماشومو نجونو د ودونو پيښې تر ۱۰ میلیونو هم ډیرې شي. د ښوونځیو بندیدل او د کرونا له امله اقتصادي فشار د دې کار یو له مهمو دلایلو څخه ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3qQxa
Bildergalerie Kinderheirat in Südasien
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP

د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو سره د مرستې صندوق (یونیسف) په یوې بیانه کې د کوچنيو نجونو د ودونو زیاتیدو خطر په اړه خبرداری ورکړی دی. یونیسف اټکل کړی دی چې د کرونا وبا له کبله په ټوله نړۍ کې په میلیونونو کم سنه نجونې د ژر واده کیدو له خطر سره مخامخې دي.

د ښوونځیو بندیدل، اقتصادي فشار او د مور پلار مړينه، هغه دلایل دي چې د کرونا وبا پر مهال د دې خطر د زیاتیدو عوامل ښودل شوي دي.

د نوموړي سازمان د اټکلونو له مخې د روان میلادي کال تر پایه به د کم سنه ماشومانو د ودونو قضیې تر ۱۰ میلیونو هم زیاتې شي. د نوموړي بنسټ اجرایوي مشر د یوې موقتي تګلارې او په ځانګړي توګه د ښوونځیو د ژر پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د یونیسف د اټکلونو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۵۰ میلیونه داسې میرمنې شته چې تر ۱۸ کلنۍ مخکي واده شوي دي. د دغو مېرمنو نیمایي د بنګله دیش، برازیل، اتوپیا، هند او نایجیریا په هیوادونو کې دي.

 په ایران کې د کم سنه نجونو ودیدل

د ایران د رسمي شمیرو له مخې په دغه هیواد کې له ۱۰ تر ۱۴ کلنو نجونو د ودونو قضیې د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۲ سلنه زیاتې شوي دي.

د ایران همشهري آنلاین انټرنټ پاڼې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په دې اړه یوه رپوټ کې د ماشومانو د ملاتړ ټولنې مشر فرشید یزداني، په حواله لیکلي وو: «موږ دا خبرداری ورکړی وو چې حکومت د کرونا په دور کې د ماشومانو د برخې له پاره تعریف نه لري او دغه سني ډله یې له یاده ایستلې ده، حتی د ماشومانو د زده کړې په بحث کې او د ښوونځیو پرانیستل چې یو ابتدایي کار دی هم ونه توانیدل چې یوه وروستۍ او سمه پریکړه وګړي.»

د ماشومانو د حقونو دغه فعال زیاته کړې ده: «دا موضوع د دې سبب شو چې د ماشومانو کار، ودونه، د دوی پر وړاندي تاوتریخوالی، د زده کړو پریښودل، او د رواني ناروغیو په پيښو کې د پام وکړ زیاتوالی رامنځته شوی دی. موږ په دې باور یوو چې دغه شمیرې په ټولنه کې د یوه کړکیچ ښکاریندویي کوي او په ټولنیزې بې اتفاقۍ کې مرسته کوي.»

په ایران کې د واده سن ۱۳ کاله دی، خو پلار د محکمې په اجازه کولی شي، حتی خپل نوې زیږدلې لور یو چا ته په نکاح کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز