1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په پاریس کي د کرونا له ډير خطر څخه خبرداری

۱۳۹۹ مهر ۱۴, دوشنبه

د فرانسې په پلازمينه پاریس کې په کرونا د اخته کسانو شمير مخ پر ډيريدو دی. چارواکو ويلي دي چې د دوو اونیو له پاره به بار او قهوه خانې تړلې وې.

https://p.dw.com/p/3jRLB
Marseille Coronakrise Proteste gegen Gastronomie Schließungen
انځور: Yannick Neve/Zuma/picture-alliance

د لومړي وزیر له دفتر څخه جان کاستیکس ویلي:د «سخت خبرداري ورکولو» سره بيا هم رستورانونه د روغتیاي جدي مقرراتو په ساتلو سره پرانیستې پاتې کيږې. په پاریس او نږدي ځايونو کي ښاي د دوو اونیو له پاره مقررات سخت وي.

د پاریس ښارواله انه هايدلاګو او د پولیسو مشر ديدير لاليمينت به يې نور جزیات نن دوشنبه اعلان کړي.

دغه اقدامات حيرانونکی نه دي. د روغتيا وزير اولیورويران د تيرې اونۍ په پای کي وويل چې په دې وروستيو کې په پاريس او ورته نږدې ښارونو کي وضعیت خراب شوی دی. په پلازمينه کي په ويروس د اخته کيدلو د مخنيوي له پاره په بشپړ ډول د بارونو او قهوه خانو ټړل دي.

د کرونا ډيري نوي پيښي

تر اوسه په ګواديلو او مارسیل کي د کرونا وبا د لوړې کچې پر وړاندي مبارزه کيږې. له همدي کبله د فرانسي سويلي بندري ښار کې رستورانونه تړلي پاتي دی چې د خلکو له خوا يې پر وړاندي سترې مظاهرې شوي.

په پاريس کي تر اوسه پور بار د شپې تر لسو بجو پورې پرانيستې ول او رستورانونه اجازه لري چې تر ناوخته پرانیستې وې. دغه راز کولي شي د ډوډۍ خوراک پر مهال شراب هم ورکړل شي.

په مارسيل کې بار او رستورانونه له يوې اونۍ څخه زیات وخت کيږې چې تړلې دي. په فرانسه کي د شنبې په ورځ په څليرویشتو ساعتونو کي د کرونا ۱۶ زره او ۹۷۲ نویو پيښو په ثبتيدو سره دغه هیواد د دغي ناروغۍ د شمير لوړې کچې ته ورسید.

په دغه هيواد کې د کرونا له کبله د مړو شوو انسانانو شمیر تر ۳۲ زره او ۲۰۰ رسېدلی دی. فرانسه په اروپا کي د کرونا وبا ډيرو پيښو لرونکو هیوادونو په کتار کي راځي.